ډېرو قدرمنو خویندو، وروڼو او زړه ته را نږدې ماشومانو!

لومړی زه غواړم چې د زده کړې او پوهې په برخه کې يو څه په لنډ ډول وړاندې کړم. زده کړه رڼا ده، سرمايه ده، اخلاق ده، مينه ده، د جهالت څخه وتل دي او د يو هېواد پرمختيا ده. په زده کړې او پوهې سره غربت له منځه ځي، ګډوډي  یا انارشي له منځه ځي. زده کړه او پوهه د انسانانو لپاره په ژوند کې ډېر ارزښت لري، که دا انسان نارینه وي، که ښځینه وي یا په هره ساحه کې وي، خو په دې شرط چې مثبته زده کړه وي.

نېلسن منډيلا ليکي: « تعلیم او زده کړه يوه  قوي ترينه وسله ده، چې موجودې نړۍ ته پرې بدلون ورکول کېږي.»

له بده مرغه زموږ په هېواد افغانستان کې ډېری کورنۍ او د هېواد يو نيم مشران زده کړې او پوهې ته بل ډول رنګ ورکوي. دا د مذهب او کلتور خلاف عمل بولي او نه پرېږدي چې د هېواد راتلونکی نسل د زده کړې او پوهې خاوندان شي، په خاصه توګه زموږه مظلومې خويندې او لوڼې.

د پښتنو ستر مشر خان عبدلغفار خان به ويل: « اسلام هغه دين دی چې علم يې په نارینه او ښځینه انسان فرض کړی دی. خو! پښتون هغه بدبخته قام دی چې د مذهب په نوم له علم څخه ليرې ساتلی شوی دی.»

د پوهې په برخه کې د هارورډ د پوهنتون پخواني رئيس جېمز کنانت ليکي:

«پوهه د هغو سره ورته طرحو او تړلو ايډياوو سرچینه ده، چې د آزمايښتونو او تجربو په اثر منل شوې وي او د ډېرو تجربو او آزمیښتونو په کولو سره لا هم پسی غني کېږي.»

د نړۍ په سر ډېر علمي کادرونه او پوهان تېر شوي چې د دوی پوهې د تجربو او آزميښتونو په اثر منل شوې دي.

 چا خپله پوهه د کوم منفي مقصد لپاره کارولې ده، چا خپله پوهه پلورلې او چا خپله پوهه د انسانانو د هوساينې او ښه هدف لپاره کارولې ده. هغه پوهان چې خپله پوهه يې د ښه هدف او د انسانانو د هوساينې لپاره کارولې ده، ډېر کم دي.

زه پوه انسان هغه چا ته وايم، چې د هغې د پوهې څخه انسانان ګټه پورته کړی شي، که دا پوهه په هره برخه کې وي او د انسانانو په ګټه وي.

دا چې زده کړه ده، علم دی او که پوهه ده، دا ټول د کتابونو په واسطه د انسانانو په برخه کېږي.

له بده مرغه په هغه دوره کې چې زه په پوهنتون کې محصل وم، داسې کوم د نوي مېتود کتاب نه وو چې موږ ورڅخه ګټه پورته کړی وای. مونږ به د زاړه مېتود او پخوانیو چپترونو څخه کار اخیست. په ټول افغانستان کې موږ یوازې په دوو ولايتونو کې پوهنتونونه درلودل چې له کابل او ننګرهار څخه عبارت وو. د افغانستان د پښتو ژبي محصلينو ته به په دري ژبه تحصيل ډېر ګران وو او دري ژبو محصلینو ته به په پښتو ژبه د تحصیل زده کړه ګرانه وه. همدا علت وو چې ماته دا احساس پېدا شو چې که خدای پاک  ماته یو وخت مساعد کړ، نو زه به کم تر کمه يو عنوان علمي کتاب هرو مرو ليکم.

دا دی اوس د لوی او بښونکي خدای په برکت ما د يو کتاب پر ځای درې عنوانه علمي کتابونه د هېواد د محصلينو لپاره او هم د (ګريم نکلونه) کتاب د هېواد خوږو ماشومانو لپاره ډالۍ کړي دي چې پرې ویاړم. ددې کتابونو د چاپ لګښت په جرمني کې د ايروس د کورنۍ خيريه ټولنې او په جرمني کې يو ډېر مهربان او سخاوتمند سپين ږيري چې د لوی ځنګل خاوند دی، په غاړه اخیستی دی.

اداري او تخنيکي چارې يې په آلمان کې د افغانيک مرکز له خوا چې مشري يې قدرمن ډاکټر يحيی وردک کوي، تر سره شوي دي. دغه مرکز له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۲ زېږدیز کال پورې په سلګونو عنوان او زرګونو ټوکه علمي کتابونه چاپ کړي او په وړيا ډول يې د افغانستان په مختلفو پوهنتونونو کې وېشلي دي.

زما لومړی کتاب چې (د ودانيو د جوړولو مهندسي اساسات) نومېږي، په دوه ټوکو کې چاپ شوی. په دې کتاب کې د ځمکې د بنسټ څخه نيولي تر بام پورې، کوم څه چې په ودانۍ پورې مربوط دي، د انځورونو، جدولونو او محاسبي سره یو ځای په عمومي توګه ليکل شوي دي.

ما په دې کتاب کې د انجنیرۍ د مختلفو کتابونو څخه چې په آلماني ژبه تدوین شوي دي، استفاده کړې ده. د ساختماني رشتې په دې کتابونو کې ډېر تخنيکي لغاتونه دي چې مونږ ورته په پښتو کې ځانګړی نوم نه لرو، نو هغه مې اکثرأ په تشرېحي ډول واضح کړي دي. د مثال په ډول: (پودېست)  چې په انګرېزي کې ورته (سټېر لنډینګ) وايي، چې دا د پورتني زينو او ښکتني زينو په منځ کې ساحه ده، او ما د دمې ځاې په نوم ياد کړی دی. (لبونګ) چې په انګرېزي کې ورته (رېویل) وايي، دا په دېوال کې د کړکۍ ګانو شاوخوا ته راوتلی ځای دی. (فېتنګ) په انګرېزي کې ورته (روف پورلېنګ) وايي، ما دا کلمه د افقي تيرونو په نوم ياد کړې ده. (سپرېن) چې په انګرېزي کې ورته (رووف رېپ) وايي، دا مې د ميلاني تيرونو په نوم ياد کړی دی. داسې نور ډېر لغاتونه دي چې په شکلونو کې هم ښودل شوي دي.

زما دویم کتاب چې (د انرژي سپما کوونکې ودانۍ) په نوم يادېږي، دا چې له يوې ودانۍ څخه سړی ګټه واخیستلای شي، نو د دې لپاره هر ډول انرژي پکاره ده (د مثال په ډول د کوټو د ګرمولو لپاره انرژي، د ډېر ګرم موسم  په وخت کې د کوټې د اقليم معتدل ساتلو انرژي او د کوټې د هوا د بدلولو لپاره انرژي). خو دغه انرژي ډېر اوچت لګښت لري او کېدای شي چې چاپېريال هم ناولی کړي. نو ځکه په پرمخ تللې نړۍ کې د انرژۍ د اوچت لګښت او د چاپېريال د ناوليتوب د مخنيونې لپاره ډېرې څېړنې شوې دي، چې ددې له جملې څخه دا چې څنګه سړی وکړی شي چې د يوې ودانۍ د تودوخې درجه راټيټه کړي. نو د تودوخي د ضرورت کمېدلو لپاره د انرژي د اغيزې د کمولو یو خاص تخنیکي سيستم ورکړل شوی دی.

زما دريم کتاب (د مهندسانو لپاره ساختماني ستاتيک زده کړه) دی. څرنګه چې يوه ودانۍ د طبیعي آفتونو څخه انسانان ژغوري، نو  له دې سره ودانۍ هم بايد داسې ستر شي چې خپله د ودانۍ له خوا څخه  انسانانو ته د خطر ګواښ پېښ نه شي. نو ځکه انسانانو ته د وخت په تېرېدو سره د يوې ودانې د سکون او د طبیعي آفتونو په مقابل کې د ټينګ درېدو فکر پېدا شو.

ساختماني ستاتيک يا د يوې ودانۍ سکون يوه زده کړه ده چې په يوې ودانۍ کې د بار وړونکو ساختماني برخو امنيت او باورتيا جوړوي.  په ساختماني ستاتيک کې قوې او د دې په مقابل کې اغيزې په ودانۍ او هم د ودانۍ په برخو کې محاسبه کېږي. مطلب هغه وزنونه او فشار چې د بېرون له خوا څخه په ودانۍ راځي او يا د خپلې ودانۍ وزنونه او قوې چې منځ ته راځي او په  ودانۍ يا ساختماني برخه متقابل اغيزه کوي، دا په ساختماني ستاتيک کې محاسبه کېږي.

زما څلورم کتاب د خوږو او زړه ته را نږدې ماشومانو لپاره (د ګريم نکلونه) اثر دی. دا نکلونه به چې کله ما له آلماني کتاب څخه خپلو لمسيانو ته کول، نو بيا مې دا له ځان سره وپتېیله چې دا نکلونه به د خپل هېواد خوږو ماشومانو ته حتماً ژباړم. نو هغه وو چې پر خپلې ژمنې بريالی شوم او دا کتاب مې ماشومانو ته ډالۍ کړ.

هر محصل يا محصله او پلار يا مور، که د دغو کتابونو او يا نورو قدرمنو ليکوالانو او استادانو د کتابونو سره علاقه لري، نو کولای شي چې د انټرنټ د لاندې ورکړل شوې پتې څخه یې خپل کمپیوټر، لب ټاپ یا سمارټ تیلفون ته ډاونلوډ یا ښکته کړي. دا د افغانيک له خوا څخه هېوادوالو ته په وړيا ډول په اختيار کې ورکړل شوي دي.

زه بيا هم د هغو ټولنو څخه چې ددې کتابونو لګښت یې پر غاړه اخیستی او د افغانيک معلوماتي مرکز څخه چې په سر کې یې قدرمن ډاکټر صيب يحيی وردک دی او نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې یې د خپلو هېوادوالو لپاره کړې دي، ډېره ډېره او د زړه له کومي مننه کوم.

په درنښت

دېپلوم انجنیر اسدالله ملکزی

Scroll to Top