پوهیالی ډاکتر محمد ابراهیم

پوهیالی ډاکتر محمد ابراهیم د محمد ایوب زوی په ۱۳۶۵ هـ ل کال کې د خوست ولایت د موسی خېلو په ولسوالۍ کې په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی.
په ۱۳۷۲ هـ ل کال کې یې د خوست ولایت په مرکز کې د ګونډیو لومړنی ښوونځۍ پیل کړ او په ۱۳۷۷ هـ ل کال کې له دې لومړني ښوونځي د شپږم ټولګي څخه د خوست ولایت مرکز غرغښت لېسې ته لاړ او تر ۱۳۸۰ هـ ل کال پورې یې په نوموړي ښوونځي کې خپلې زده کړې تر نهمه ټولګي پورې ورسولې خو د وخت د شته کورنیو ستونزو له کبله اړ شو او د خوست ولایت مرکز د لکڼو لېسې ته لاړ په ۱۳۸۳ هـ ل کال کې له نوموړي ښوونځي څخه په عالي درجه فارغ شو. په ۱۳۸۴ هـ ل کال کې یې د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځۍ ته لار وموندله او په ۱۳۹۰ هـ ل کال کې په بریالیتوب سره له نوموړې پوهنځۍ څخه فارغ او په ۱۳۹۱ هـ ل کال کې په همدې پوهنځۍ کې د رسمي استاد په توګه په دنده وګمارل شو.
نوموړی وړاندې له دې د خپلو زده کړو په مهال هم د نورو له لپاره په بېلابېلو ښوونځیو او لنډ مهاله کورسونو کې د استاد په توګه خدمت ترسره کړی او په علمی ډګر کې د هېواد د بچیانو د لاس نیوي ویاړ لري.

 د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top