پوهنمل دکتور محمد عارف رحمانی

محترم پوهنمل دکتور محمد عارف رحمانی د مرحوم عبدالرحمن زوی او د مرحوم بهاول خان لمسی د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د حسن خېلو په کلي کې په ۱۳۳۳ هـ ل زېږېدلی دی.
خپلې ابتدایي زده کړې یې د کابل د ښار په محمود هوتکي لومړني ښوونځي کې ترسره کړې دي.
او په ۱۳۵۲ هـ ل کال کې د غازي لېسې څخه فارغ شوی دی. په ۱۳۵۳ هـ ل کال کې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځۍ کې شامل شوی او په ۱۳۶۰ هـ ل کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د وقایوي  او اجتماعي طب په دیپارتمنت کې د علمي کدر د غړي په توګه ومنل شو چې تر اوسه  پورې په همدې دیپارتمنت کې د استادۍ مقدسه دنده پرمخ بیایي په ۱۳۸۹ هـ ل کال کې د پوهندوی علمي رتبې ته د لوړتیا لپاره د چاپېریال د روغتیا او حرفوي صحت تر عنوان لاندې کتاب د طب مینه والو ته ژباړلی دی.

د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top