پوهنیار محمد آغا ضیا

پوهنیار محمد آغا ضیا د محمد اکبر زوی د محمد افضل لمسی د محمد اکرم کړوسی د ګل شاد کودی په قوم سادات په ۱۳۵۰ هـ ش کال کې د لوګر ولایت د پل علم ښار د کنجنک د مهاجرو په کلي کې په یوه روشنفکره کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د هجرت په دیار کې د شهید جمشید په مدرسه کې د ۱۳۶۱ هـ ش نه تر ۱۳۶۶ هـ ش کال پورې تکمیلې کړې دي.
منځنۍ او ثانوي زده کړې یې د ۱۳۶۷ هـ ش نه تر ۱۳۷۲ هـ ش کال پورې په پېښور ښار د سید جمال الدین افغان په عالی لېسه کې پای ته رسولې دي. لوړې زده کړې یې د ۱۳۷۳ هـ ش نه تر ۱۳۷۸ هـ ش کال پورې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د کرنیز اقتصاد او تریج په څانګه کې بشپړې کړې دي او ماسټري یې د ۱۳۸۵ هـ ش نه تر ۱۳۸۷ هـ ش کال پورې د هندوستان هېواد د حیدر آباد ښار په پوهنتون کې په ترویجي زده کړو په څانګه کې تر سره کړې دي.
په ۱۳۷۹ هـ ش کال کې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د کرنیز اقتصاد او ترویج دیپارتمنت په علمي کدر کې مقرر شوی دي او فعلاً د کرنیز اقتصاد او ترویج دیپارتمنت آمر او د کرنې او اقتصاد په پوهنځیو کې د استادۍ ویاړلیې دنده په غاړه لري.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top