ډاکتر محمد صابر

ډاکتر محمد صابر په ۱۳۳۲ هـ ش کال کې د ننګرهار ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د ګوشتې د حمید مومند په ښوونځي، منځنۍ یې د کابل په ابن سینا او ثانوي یې د کابل په دارالمعلمین کې ترسره کړې دي.
په ۱۳۵۵ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون له ساینس پوهنځۍ څخه فارغ شوی دی.
تر ۱۳۵۸ هـ ش کال پورې د ساینس پوهنځۍ د علمي کدر غړی، د فارمسي پوهنځۍ تدریسي مدیر او مرستیال په توګه دندې تر سره کړې دي. د لوړو زده کړو لپاره په ۱۳۵۸ هـ ش کال کې د ډاډ )د آلمان د اکاډمیکو همکاریو ټولنې( د یو تحصیلي بورس له لارې جرمني ته راغلی او د بن د پوهنتون د ساینس پوهنځۍ د تطبیقي زولوژي په انستیتیوت کې یې ماسټري او د بن د فزیولوژي کیمیا له انستیتیوت څخه یې دوکتورا واخیسته.
په دغه وخت کې یې د نوموړي انستیتوت د علمي غړي په توګه هم دنده اجرا کړې ده. د ۱۳۶۶ هـ ش څخه تر ۱۳۷۱ هـ ش پورې یې د بن پوهنتون د طب پوهنځۍ مربوط د فزیولوژيکي کیمیا په انستیتیوت کې ډاکتري او په عین وخت کې یې په همدغه انستیتیوت کې د علمي غړي اړوند دنده اجرا کړې ده.
په آلمان کې د مختلفو علمي او اجتماعي فعالیتونو وروسته په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د تعلیمي نصاب د ملي پروژې په چوکاټ کې د اووم څخه تر دوولسم ټولګیو پورې د کتابونو په لیکلو کې د موُلف او اډېتور په توګه برخه واخیستې ده. له ۲۰۰۸ عیسوي کال نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، او د ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې یې د بلخ پوهنتون د علمي مشاور په توګه دنده اجرا کړې ده.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top