ښاغلی پوهنیار عبدالله عادل د محمد صابر زوی د پکتیا ولایت د آریوب ځاځیو ولسوالی اصلي اوسیدونکی دی چې اوس مهال د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې ژوند کوي. خپلې لومړنۍ زده کړې یې د ښوونځي تر کچې په جلال اباد کې بشپړه او په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو په موخه د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته شامل شو چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې له همدې پوهنځي څخه په لومړۍ درجه فارغ شوی.نوموړی په ۱۳۸۸ کال کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په علمي کادر کې شامل او په تدریس یی پیل وکړ.د تدریس تر څنګ یې د ‌Business Administration په برخه کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د استادانو لپاره د یوکلن روزنیز پروګرام بشپړ او په ۱۰/۲۰۰۹ کلونو کې یې د جرمنی هیواد ته د نورو زده کړو لپاره سفر وکړ، په همدې موده کې یې دجرمني د RUB پوهنتون څخه د Advanced Bachelor Upgrading Program یو کلنه دیپلومه ترلاسه کړه. ښاغلي عادل په ۲۰۱۱ کال کې د جرمنی هیواد په یاد پوهنتون کې د ماسترۍ په زده کړو پیل وکړ او په ۲۰۱۳ کال کې د(Economics & Management) MSc ماستری سند په بریالیتوب سره ترلاسه کړ.نوموړي د خپلو زده کړو تر څنګ هیواد ته د هر ځل راستنیدو په مهال د اقتصاد په پوهنځی کی د ګڼو مضامینو تدریس کاوه او د یوکال لپاره د پوهنځي د علمي څیړنو د امریت چارې هم پر مخ بیولي دي ، د دې تر څنګ د پوهنځي د کریکولم جوړونې په کمیټه کې فعال غړیتوب لري. ښاغلي عادل د ماسترۍ پر څیړنیز تیزس سربیره د اروپايي اتحاديې لخوا تمویلیدونکې د CASCADE څیړنیز پروګرام فعال غړی وه او څیړنیزه لیکنه National Position Paper یې اوس اوس د اروپایي اتحادیې د ویب پاڼې لخوا نشر شوې. اوسمهال ښاغلی عادل د دوکتورا PhD د زده کړو لپاره د جرمنی هیواد RUB پوهنتون لخوا منل شوی او هلته په زده کړو او علمي څیړنو بوخت ده .


د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top