پوهنوال دوکتور ګل سالم شرافت

پوهنوال دوکتور ګل سالم شرافت د سلیم الدین زوی، د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د میټا خان په کلي کې زېږېدلی دی.
په ۱۳۵۰ هـ ل کال کې د څړ بن لېسې څخه عمومي اول نمره فارغ شوی دی د هغې وروسته د ننګرهار په پوهنتون کې د استاد په توګه مقرر او په ۱۳۶۰ هـ ل کال کې د ماسټري دیپلوم لپاره د اوکراین جمهوریت ته لېول شوی او په ۱۳۶۲ هـ ل کال کې د ماسټرۍ درجه تر لاسه کړه بیا د کابل پوهنتون د طبیعي غلومو پوهنځۍ د مرستیال او استاد په توګه په دنده وکمارل شو.
استاد په ۱۳۶۷ هـ ل کال کې د دوکتورا لپاره بیا د اوکراین جمهوریت ته د تحصیل لپاره لېږل شویاو په ۱۹۹۳ ز کال کې یې د PHD دیپلوم په داسې ډول تر لاسه کړی چې په خپل تحقیق کې یې یو جنس او څلور ډولونه د نړۍ کچه هم کشف چې په مقالو او د دوکتورا د تیزس په منځ پانګه کې درج دي نوموړی په اوس وخت کې د شیخ زاید پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځۍ رئیس او د خپلې څانګې آمر هم دی.
دی په پښتو، دری، انګلیسي او روسي ژبو روانې خبرې کوي او د نړۍ زیاتره هېوادو ته سفرونه کړي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top