پوهنوال دوکتور احسان الله احسان

ښاغلی پوهنوال دوکتور احسان الله احسان د امیر جان زوی په ۱۳۳۵ هـ ش کال کې د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالی د بړو د کلی په یوه علم پروره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د همدې کلی په په لومړني ښونځي کې یې د لومړنیو زده کړو له بشپرړولو څخه وروسته د رواتو ولسوالۍ د احداد په لېسه کې خپلې ثانوي زده کړژ په پرلپسې ډول پرته له کوم خنډ څخه سرته رسولې دي.
په ۱۳۵۲ هـ ش کال کې د احداد لېسې د فراغت نه وروسته د کانکور په آزموینه کې د ننګرهار طب پوهنځۍ ته بریالی شو چې په ۱۳۶۱ هـ ش کال کې د یاد پوهنځۍ څخه د ماسټرۍ په درجه فارغ شو او د همدې کال د زمری په ينځمه د طب پوهنځۍ د فزیالوژي دیپارتمنت د کدر غړی او لږه موده وروسته د نومړي دیپارتمنت د شیف په حیث تاکل شو، چې له هغه وخته تر اوسه د طب په چوکاټ کې د هېواد د بچو او ځوان کهول ته په نه ستړي کېدونکي ډول په تدریس بوخت دی.
په دې دوران کې په کورنیو او بهرنیو علمي کانفرانسونو او سیمینارونو کې یې په ګډون سربېره د پلونالوژۍ په برخه کې د هندوستان څخه هم عالي زده کړې ترسره کړې دي. تقریباً د لسو په شاوخوا کې علمي مقالې چې د پوهنتون د پوهې په برخه کې خپرې شوې دي، د مخصوصه حسیتونو په نوم اثر، په ختیځ زون کې د وینې د نورمال فشار په اړه تحقیقي څېړنه چې چاپ شوې او خپره شوې ده او د اندوکراین، زړه، رګونو او پښتورګو فزیالوژي وروستۍ چاپ شوی اثر دی.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top