پوهندوی الفت شیرزی

پوهندوی الفت شیرزی د حاجي شیر محمد خان زوی په ۱۳۳۴ هـ ش کال کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په فرمانخېلو کلي کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په مندراوړ ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې یې د قرغیو په منځني ښوونځي او ثانوي زده کړې يې د لغمان مرکز د روښان په عالي لېسه کې تر سره کړې دي. په ۱۳۴۹ هـ ش کال کې د دوولسم ټولګي څخه په اعلی فارغ او په ۱۳۵۰ هـ ش کال کې د کانکور آزموینې له لارې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځۍ ته بریالی شو. په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د نوموړې يوهنځۍ د بیولوژي او کیمیا څانګې څخه په اعلی درجه فارغ شوی.
په ۱۳۵۶ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنځۍ د طب پوهنځۍ بیولوژي په څانګه کې د کدري امتحان نه وروسته د استاد په صفت مقرر شو او په ۱۳۶۰ هـ ش کال کې پېښور ته مهاجر شو او په ۱۳۶۶ هـ ش کال کې د دعوت و جهاد پوهنتون د طب پوهنځۍ د بیولوژي په دیپارتمنت کې مقرر مدرس استاد او د دیپارتمنت شف پاتې شوی دی او هم هلته په مهاجرت کې یې هم پوره لس کاله د خپل هېواد بچیان روزلي دي.
هم مهاله یې د خزب اسلامي پوهنتون په طب پوهنځۍ کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده. په ۱۳۷۴ هـ ش کال کې بیا هم پېښور کې د افغان پوهنتون د طب پوهنځۍ د بیولوژي په دیپارتمنت کې مقرر او ددغه دیپارتمنت شف او مدرس پاتې شوی.
په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې خپل ګران هېواد ته له راستنېدو وروسته په همدې کال په دویم ځل د ننګرهار د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځۍ د بیلوژي په څانګه د استاد په حیث مقرر شو او تر دې مهاله د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د بیزیک ساینس د دیپارتمنت د آمر او مدرس استاد دی، او لا هم د ګرام هېواد بچیانو ته په تدریس او روزنه کې برخه اخلي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top