پوهنمل ډاکتر مسیح الله مسیح

پوهنمل ډاکتر مسیح الله مسیح د محمد رسول زوی په ۱۳۵۳ هـ ل کال کې د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ د شمسپور په کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي.
د ابتدایې زده کړو لپاره په ۱۳۵۹ هـ ل کال کې د تجربوي په عالي ښوونځي کې شامل شو او خپلې ابتدایې زده کړې یې د تجربوي په عالي لېسه کې ترسره کړې او په ۱۳۶۷ هـ ل د نوموړي ښوونځي څخه په اعلی درجه فارغ شو او ثانوي زده کړې یې په همدې کال د چکنورې په عالي لېسه کې سرته ورسولې او په کال ۱۳۷۱ هـ ل کې د چکنورې د لېسې څخه په اعلی درجه فارغ او په همدې کال کې د ننګرهار پوهنتون د کانکور په آزموینه کې برخه واخیسته او په همدې کال کې د کانکور په آزموینه کې د کانکور کې د الله په احسان په ښه درجه د ننګرهار طب پوهنځۍ ته بریالی شو او په ۱۳۷۸ هـ ل کال کې د ننګرهار طب پوهنځۍ ته بریالی شو.
په ۱۳۷۸ هـ ل کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ څخه د ستاژ دورې تکمیلېدو سره په اعلی درجه فارغ شو چې د لوړو کدري نمرو په درلوودلو سره د عالي تحصیلاتو د لایحې مطابق په ۱۳۸۰ هـ ل کال کې د طب پوهنځۍ په علمي کدر کې د شمولیت غړي توب تر لاسه کړ د استاد ځینې څېړنې او آثار په لاندې ډول دي:
جنټک او دسمورفولوژي کتاب
د پروبیوتیک (ماسته) د اغېزو څېړنه په حاد اسهالاتو کې چې د بایوفرماتیک طب پورې اړه لري.
د نایټازوکساید او تینیدازول د اغېزو پرتلیزه څېړنه چې نوموړې څېړنه د محترم پوهندوی دوکتور ناصر خان کامه وال سره یو ځای تر سره شوی دی.
د شدید خوار ځواکۍ په تشخیص کې د ام یو ای سی MUAC او ډبلیو ایچ زید-سکور رتلیزه څېړنه چې د محترم پوهنمل ډاکتر حقیق الله چهاردیوال سره یو ځای پرې کار کړي.
د ماشومانو په نس ناسته کې د اغزو څېړنه چې د محترم پوهنمل عبد الستار نیازي سره یو ځای تر سره شوی دی.
په گاستروانتریت حاد اخته کوچنیانو کې د کانګې په درملنه کې د اندانسترون او متوکلوپرامید د اغیز پرتلیزه څېړنه چې د محترم پوهنمل دوکتور همایون چهاردهي وال سره یو ځای پرې عملاً څېړنه روانه ده.
د شدید خوارځواکۍ په اخته ماشومانو کې د لکتوز عدم تحمل د پېښو څېړنه چې د دیپارتمنت، طب پوهنځۍ، پوهنتون او عالي تحصیلاتو د امور انسجام او ریسرچ کمېټې له خوا د پوهندوی علمي ترفیع د ارتقا لپاره تايید شوی دی او فعلاً د الله په مرسته په کې کار کوي چې موږ ورته په راتلونکي کې د نورو بریالیتوبونو غوښتونکي یو.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top