پوهنمل دوکتور بلال پاینده د مرحوم پاینده محمد زوی په ۱۳۳۴ هـ ل کال کې د ننګرهار د سره رود د ولسوالۍ معروف کلا په کلي کې زېږېدلی دی.
خپلې لومړنۍ زده کړې د چارباغ صفا په لومړني ښوونځي کې او ثانوي زده کړې یې د ننګرهار په عالي لېسه کې سر ته رسولې دي.
په ۱۳۵۴ هـ ل کال کې د ننګرهار طب پوهنځۍ ته بریالی شو او په ۱۳۶۱ هـ ل کال کې له نوموړې پوهنځۍ څځه اول نمره فارغ او پکې د استاد پع توګه غوره شو. چې تر ۱۳۶۷ هـ ل کال پورې یې په کې خپله سيېڅلې دنده ترسره کړې ده.
په همدې کال کې پاکستان ته مهاجر شو او په اې اچ اس اې او کې یې څلور کاله دنده ترسره کړه او بیا په ۱۳۷۵ هـ ل کال کې د دعوت او جهاد پوهنتون د طب پوهنځۍ په علمي کدر کې ونیول شو او د عقلي او عصبي ناروغیو تدریس یې پیل کړ.  
بیا یې په احمد شاه ابدالي او افغان پوهنتونونو کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده.
ښاغلی پوهنمل پاینده اوس په پېښور کې د آریانا پوهنتون د عقلي او عصبي ناروغیو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.
ښاغلی بلال تر دې دمه پر عصبي ناروغۍ سربیره عقلي ناروغۍ، د عصبي ناروغۍ د تاریخچې اخیستل او فزیکي معاینات او دماغ د رګونو او اختلاجي ناروغۍ کتابونه ژباړلي او لیکلي دي.

د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top