ا) اهمیت: صعنت د معاصر اقتصاد یو مهم سکتور دی، د نن ورځې ژوند پر صنعت  او صنعتي تولیداتو څرخي. صنعتي اقتصادي فابریکې او موسسې د یو هېواد په اقتصادي – اجتماعي پرمختیا، د خامو موادو په پروسس او د بهرني تجارت په بېلانس کې فوق العاده ارزښت لري، له صنعت څخه پرته ترقي او پرمختیا ممکنه نه ده. له همدې کبله د صنعت سکتور او اړوند مسایل  او د صنایعو اساسات په دغه کتاب کې زده کېږي. دغه کتا ب د افغانستان د پوهنتونونو د اقتصاد د پوهنځیو لپاره، د لوړو زده کړو د وزارت د منظور شوي نصاب مطابق  تالیف شوی دی چې د اقتصاد د پوهنځیو بېلابېلو دیپارتمنتو کې تدریس کېږي. موضوع یې د معاصر صنعت پېژندنه، په اقتصادي پرمختیا کې د صنایعو رول او د صنایعو تولیدات دي.

ب) محتوا: په دې کتاب کې د صنعت او صنایعو پېژندنه، په معاصر اقتصاد کې د صنعت او صنعتي تصدیو ارزښت، د صنعت لپاره خام توکي، په صنعت کې کار او مزد، په صنایعو کې کار، د صنایعو پلان او د صنعتي تصدیو ودانۍ، ترانسپورت، موقعیتونه او د صنایعو ځای پرځای کول، دصنعتي تصدیو د مدېرانو دندې، د صنعتي تولیداتو اقتصادیت او د هغه تحلیل، د صنایعو مراکز او ورسره تړلي مسایل دي. د افغانستان په صنایعو او افغانستان کې د صنعت په تاریخچه هم رڼا اچول شوې ده او دغه کتاب د هر فصل په آخر کې تمرینات هم لري. کتاب لازم عکسونه، شکلونه، ماخذونه او نقشې هم لري.

ج) د چاپ مرجع: دا کتاب د لوړو زده کړو د سلاکار محترم ډاکتر یحیی وردک په مشرۍ د افغانستان د معلوماتی مرکز (افغانیک ) له خوا چاپ شوی دی.

د) د چا لپاره دی؟  دا کتاب د اقتصاد  پوهنځیو  په دریم ټولګي کې تدریس کېږي او په مجموع کې هغه ټول د اقتصاد فارغان، د صنعتي تصدیو مدېران، د شرکتونو مدېران، د پلان د اداراتو ماهرین اوصنعتي مراکز ورڅخه استفاده کولای شي، چې د افغانستان په صنعتي سکتور کې کار کوي.

هـ) د څه لپاره دی؟  د دې کتاب عمده هدف او د استفادې موارد د صنایعو او صنعتي کار او تولید، صنعتي ماشین او د تصدیو مدېریت کول، پلان جوړونه او ورته  مسایل شامل دي.

و)  په کومو څانګو پورې اړه لري؟  دا کتاب د اقتصاد د پوهنځي د ټولو څانګو لپاره  دی.

مهم عنوانونه: صنعت، د صنعت ډولونه: لاسي، ماشیني، سپک یا خفیفه صنایع، ثقیله صنایع، په صنعت کې تولید، صنعتي تصدي، د صنایعو لپاره ودانۍ، ماشین، د کار ابزار، د ابزارو اقتصاد، د صنایعو لپاره خام مواد، د صنعتي تصدي د مزد، لګښتونو، عوایدو او کار سنجول، په افغانستان کې د صنایعو تاریخچه، د افغانستان مهم صنایع او داسې نور مسایل دي. کتاب شکلونه او د مزد د سنجش لپاره فورمولونه او تمرینات لري او د کتاب آخر کې په ماخذونه ښودل شوي دي.

دغه کتاب د ډانلوډ لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ:

Scroll to Top