ا) اهمیت: اصطلاحات او مفاهیم په هر علم کې د پوهې او معلوماتو او د نورو د پوهولو لپاره اساس او کلیدي حیثیت لري. متاسفانه زموږ د ځوان نسل د لغاتو دایره ډېره محدوده ده، قاموسونه او ډیکشنري ځوانانو ته خبرې کول ور زده کوي. د کرنې په سکتور کې ډېر مسلکي اصطلاحات شته چې ځانګړی مفهوم لري. په دغو اصطلاحاتو پوهېدل د کرنیزو علومو د زده کړې لومړی شرط دی. څرنګه چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، نو د پرمختیا لپاره یې د زراعت د سکتور تقویه لومړی شرط دی. دغه سکتور د علمي نظریاتو او تیوریګانو په واسطه ترقي کولای شي، نو ځکه یې د اصطلاحاتو زده کول  ګټور دي. اصطلاحات د کلۍ یا کونجۍ حیثیت لري. دغه ډیکشنري به په نورو څانګو کې د قاموس لیکلو لپاره یوه نمونه وي.

ب) محتوا: په دغه قاموس کې د ۱۵۰۰ شاوخوا مسلکي اصطلاحات تشریح شوي دي، دا یو تشریحي قاموس دی، چې د لومړي ځل لپاره خپور شوی دی. پخوا موږ د محتوا، شکل او تخنیک له پلوه دا ډول قاموس یا ډیکشنري نه لرله.  محتوا یې ټوله د مسلکي اصطلاحاتو تشریح کول دي.

ج) د چاپ مرجع: دا کتاب د افغانستان د معلوماتي مرکز (افغانیک) له خوا د تمویل کېدونکي درسي کتابونو پروژې له خوا چاپ شوی دی، چې تطبیق کوونکی یې د لوړو زده کړو د وزارت مشاور محترم ډاکتر یحیی وردک دی.

د) د چا لپاره دی؟  دا کتاب د  کرنې د پوهنځیو د ټولو څانګو( کرنیز اقتصاد او توسعې، هارتیکلچر، اګرانومی، ځنګلونو او طبیعی منابعو، مالداری، خاورې پوهنې او د نباتي ناروغیو او د کرنې د وزارت د مسلکي کارکوونکو، دچاپېریال ساتنې لپاره دی. له دې کتاب څخه په مجموع کې ټول هغه متخصصین او د کلیو د پرمختیا د سکتورنو ماهرین استفاده کولای شی، چې د کلیوالی سیمو او بزګرانو سره کار کوي.

هـ) د څه لپاره دی؟  د دې کتاب عمده هدف او د استفادی موارد د مسلکی اصطلاحاتو فهم او درک دی.

و) په کومو څانګو پورې اړه لری؟  دا کتاب د کرنې په ټولو څانګو لکه اګرانومي، هارتیکلچر، ترویج، مالداري، د ځنګلو د احداث او احیا، نباتي او حیواني امراضو، د قرنطین ادارې، میکانیزه یونټونو، دکوپراتیفونو کارکوونکو، د چاپېریال ساتنې او د خاورې پوهنې متخصصینو لپاره لیکل شوی دی.

مهم عنوانه یی:  په دې قاموس کې شاوخوا ۱۵۰۰ اصطلاحات شتون لري.

د ډانلوډ لپاره دلته کلیک وکړئ:

Scroll to Top