الف) اهمیت: څرنګه چې افغانستان یو پر مختیایي هېواد دی، نو د پرمختیا لپاره علمي نظریاتو او تیوریګانو ته اړتیا ده. له نېکه مرغه داسې تیوریګانې شته چې په اوسنیو پرمختللو هېوادونو کې ورڅخه استفاده شوې او د اقتصادي پرمختیا په برخه کې یې غوره نتایج ورکړي دي. د دغو تیوریګانو فرضیې اثبات او تجربه شوي دي، نو ځکه یې په افغانستان کې زده کول  ګټور دي. تیوري او نظریه د لارې ښودونکی وي، چې له هغو څخه کار اخیستل موږ مقصد ته رسوي.  د اقتصادي پرمختیا د تیوریګانو دغه کتاب د افغانستان د پوهنتونو د اقتصاد د پوهنځیو لپاره، د منظور شوي نصاب مطابق  تالیف شوی دی.

ب) محتوا: د اقتصادي پرمختیا د تیوریګانو په درسي کتاب کې د پرمختیا، ودې او ترقۍ د اصطلاحاتو  پېژندنه او مفهوم، د پرمختیا او وروسته پاتې والي توپیرونه،  د پرمختیا لارې او معیارونه، د پرمختیا د روستو نظریه، د پروفیسور لویس نظریه، دهیګنس او د میردال نظریه، نیو کلاسیک نظریه، لیبرال نظریه او د اوسنیو  علماوو نظریات تدریس کېږي، د کتاب د هر فصل آخر کې تمرینات هم شته دي.

ج) د چاپ مرجع:  دا کتاب د افغانستان د معلوماتی مرکز (افغانیک) له خوا چاپ شوی دی.

د) د چا لپاره دی؟ دا کتاب د اقتصاد د پوهنځي په دریم ټولګي کې تدریس کېږي او په مجموع کې ټول هغه متخصصین او د پرمختیا د سکتورنو ماهرین او د کلیو د پراختیا کارکوونکي ورڅخه استفاده کولای شي، چې د اقتصادي پرمختیا په پلانونو او پرمختیایي پروژو کې په کار بوخت دي.

هـ) د څه لپاره دی؟  د دې کتاب عمده هدف او د استفادې موارد د یو وروسته پاتې اقتصاد لپاره د پرمختیا د لارو موندل، د بېوزلۍ له منځه وړل، د ملي منابعو ډېر ښه په کار اچول، د تجارت، ملي عاید او في نفر سرانه عاید د لوړلو د لارو موندل، د بېکارۍ له منځه وړلو او د اقتصادی پرمختیا د پروسې پېژندنه او پرمختیایي اهدافوته په کم وخت کې ځان رسول  دي.

هـ) په کومو څانګو پورې اړه لری؟  دا کتاب د افغانستان د اقتصاد د پوهنځیو د ټولو څانګو لپاره دی.

ح) مهم عنوانه یې: دغه درسي کتاب په یوه سریزه شروع کېږي، چی په دې سریزه کې د اوسنیو پرمختیایي هېوادونو وضعیت روښانه او له وروسته پاتې حالت څخه د وتلو اړتیا روښانه کوي، بیا د پرمخیتا اصطلاحي او لغوي معناګانې تشریح شوې، د پرمختیایي هېوادونو خصوصیات، د وروسته پاتې اقتصاد مشخصات، د پرمختیا د دریو معیارونو پېژندنه، د پرمختیا او وروسته پاتې والي توپیرونه، پرمختیایي اهداف، د پرمختیا لارې او ستونزې، د پرمختیا د روستو نظریه، د پروفیسور لویس نظریه، دهیګنس او د میردال نظریه، نیو کلاسیک نظریه، لیبرال نظریه او د اوسنیو  علماوو نظریات پکې توضېح شوی دی. همدارنګه د پرمخیتا لپاره پلان جوړونه او  په دې برخه کې د نړیوال بانک د متخصصینو تجارب او نظریات هم شامل دي. د یو شمېر هغو هېوادونو تجارب هم را اخیستل شوي دي چې په ښه ډول او کم وخت کې یې د وروسته پاتې حالت څخه پرمختللي حالت ته ارتقا کړې ده.

Scroll to Top