پوهاند محمد بشیر دودیال

نړۍ په صنعت او تولید سره پرمختګ وکړ؛ دغه صنعت او تولید، دوی  دترقی او هوساینې لوړو مدارجو ته ورسول. پرمختللی هیوادونه د روغتیا، کرنې، صنعت، ښوونې اوروزنې او د ژوند په ټولو ډګرونو کې د حیرانتیا وړ تولید  او صنعتونه لري. تحقیق، ابداعات، تالیف او دعلمی آثارو چاپ دپوهنتون صنعت  او تولید دی. زموږ د پوهنتونونو یو مشکل دا و چې د علمی کادر د اعضاوو آثار او تالیفات په چاپ شوی شکل ډیر لږ موندل کیدل.  په یقین سره ویلای شم چې زموږ خواریکښو استادانو په خپلو ژبو ډیر ښه کتابونه لیکلی دی، خو د چاپ تر پړاو رسول یی د تخنیکی او اقصادی  ستونزو له امله ورته ممکن نه و. د درسی کتابونو چاپ ډیر زحمت او پوره بودجه غواړی. زموږ پوهنتونونو دغه امکانات نلرل. د درسی کتاب د موجودیت ګټورتوب هغه وخت ښه ثابتیږی، چې محصل په رخصتی کې وي. له بده مرغه د کرونا دناروغۍ  د پېښېدو  له امله زموږ پوهنتونونه رخصت شول، دا په داسې حال کې چې آنلاین او غیر حضوری تدریس ته هم پوره امکانات نلرو. هغه مضامین چې درسی کتابونه لری، د هغو کوم غټ تشویش نشته، خو دهغو استادانو د درس شیوه چې یواځې په پرزنتش یا دکټې پورې محدوده وه، د دغه  ډول مضامینو تعقیبول او د دغې جبری- اوږدې رخصتی له امله مصروف کیدل له مشکل سره مخامخ شول. له دې پرته درسی کتابونه جامع او غوره  مرجع وي، چې په هغو کې علمی معلومات د اشکالو، شیما، جدول، اخځ، تمرین او مثالوونو په لرلوسره ډیره ښه دپوهیدو وړ وی. دې  ټولو ته فکري تولید ویل کیږی. فکری  تولید څه دی ؟  

فکري توليد او د څیړونکو،پوهانو او استادانو صنعت هغه ایجادیات ، تخلیقات او آثار  دی  چی هغه له ذهني حالت څخه عيني حالت ته  رااوښتی  وی .  دپوهنتونونو  صنعت  هغه بشریت ته ګټور ، ابتکاري او اوچت ارزښت لرونکي ملکیتونه دي چې د قانوني حمايې وړ او د اکاډیمکی آزادی په لرلو سره  را منځته کیږي. د پوهنتونونو صنعت ، فکري تولید او پوهنیز آثار د اوږدې مودې خلاقانه تفکر ، تجربې او څېړنې او یا هم د ژباړوپه پایله کې د استقلالیت د لرلو په شرط ټولنې ته د معنوي ارزښتونو په توګه وړاندې کيږي . معمولاً دغه آثار او صنعت دوه ډولونه لري چې يو يې علمي، هنري او ادبي آثار دي چې د کتاب، مقالې، رسالې، جدولونو، پلاکاتونه او نورو په شکل عرضه کيږي او بل يې صنعتي او تجارتي ملکيتونه دي لکه فرمولونه، لابراتوار، تجربوي فارم، طرح او موډلونه. درسی کتابونه هم د متفکرو او تخصص لرونکو افرادو هغه ایجادیات، د کار حاصل او تخلیقات دي چې د خپلې کسبي پوهې، څېړنې او خلاقانه تفکر په اثر يې رامنځته کړی دي. ډیر پخوا د فکري او علمي – فرهنګي آثارو خپرول ډیر محدود و او پخوا وختونو کې د هغو ایجادوونکو او مؤلفینو له خپلو آثارو څخه د کومې مادي ګټې هيله نه لرله، خو په معاصر وخت کې د هغو قانوني ملاتړ موجوددی او د Intellectual property یعنې معنوي شتمني او Intellectual property rights په نوم پيژندل  کیږي او دا ټول د اکاډميکو مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو په اساس رامنځته شوي دي.

په افغانستان کی د هجري شمسي پنځمې لسيزې په جریان کې د کابل پوهنتون او پولیتخنیک مطبعې د دواړو موسساتو د نشراتو د مدیریت په چوکاټ کې د خپل وخت ډیرې فعالې او د غوره تولید (درسي او مرستیال درسي کتابونو) لرونکی وې . سره له دې چې هغه مهال معمولاً ګستدنر ماشینونه وو چې د ستنسل او مخصوص رنګ په واسطه يې پاڼې چاپ کولې او د کتابونو پوښ به د ستینو فاکس ماشین په واسطه په ډیر زحمت او لګښت چمتو کېدو. وروسته بیا کابل پوهنتون د حروف چینی ماشینونه نصب کړل چې د کرنې د پوهنځي، ساینس، ادبیاتو او بشري علومو، طب او فارمسي يو شمېر آثار يې چاپ کړل. د پوهاند صاحب دولتي ، پوهاند ثمین، حمزه خېل، پوهاند صديقي، پوهاند حسنیار، پوهاند الف شاه ځدارڼ، پوهاند صاحب حمیدالله امین، پوهاند صاحب عارض، پوهاند شرف، پوهاند سرابی، پوهاند محبي او ګڼ شمېر نورو درنو استادانو د هغه مهال کتابونه همدا اوس هم په کتابتونونو کې شته، چې د خپلو محتویاتو او علمی ارزښت له مخې بیساری دي .

  ورپسې  کله  چی د لوړو زده کړو وزارت د وزارت تعلیمات عالي په نوم جوړ شو. په ۱۳۵۹ کال دغه وزارت له ایوب خان مېنې یعنې د شورا له ودانۍ څخه اوسنۍ ځای ته راولېږدول شو او ډير ژر يې مطبعه هم فعاله شوه . هغه مهال دوزارت اداري مدير پوهاند صاحب جمدر او پوهنوال شيرين آقا جرأت د وزارت مطبعه کې پوره زیار وګاله، اما هېره دی نه وي چې پوهنتون پرته له علمي کتابونو يو شمېر نور معنوي او تخنيکي توليدات هم لرل . د بېلګې په توګه د هنرونو د پوهنځی د هغه مهال یو تن استاد خالد نالان یوه مجسمه طرح او جوړه کړه چې وروسته بیا هغه په « شش درک » کی د صنفي اتحادیو ودانۍ ته ولیږدول شوه چې په رښتیا سره د هنري تجسم يوه ډیره غوره بېلګه وه. همداسې هم د عزیز پردیس هنري آثار چې په ګچ يې کار کاو او د خطاطۍ د څانګې آثار د یادونې وړ دي . د پوهنتون د محصلانو کلوپ د هنري نمایشنامو ، د تیاتر د پارچو او آن د موسیقی په برخه کې په زړه پورې کار وکړ. همداسې هم د پولیتخنیک د انستیتیوت لابراتوارونو کیفیت د یادونې وړ دی. کله چی کورنیو جګړو زور واخیست په جرمنی کی یو شمیر میشتو افغانانو یو شمیر درسی  کتابونه  دافغانستان د فرهنګی ودی د ټولنی له لاری خپاره کړل، دغه راز په پیښور کی  ساپی د څیړنو مرکز د افغانی پوهنتونونو یو شمیر اثار چاپ او نشر کړل.افغان پوهنتون هغه لومړنی خصوصی پوهنتون و چی په تیره بیا د طب  په برخه کی یی غوره اثار نشر  کړل. دغه چاپ شو ی کتابونه هغه وخت هم ټولو پوهنتونو او محصلانو ته کافی نه و  او ډیر ژر استهلاک شول. دا ځکه چی نامخدا کال په کال د پوهنتونونو او  پوهنځیو شمیر زیات شو او د محصلانو ضرورتونه هم کتابونو ته زیات شول.

      د درسي کتابونو تألیف او ترجمه دا خصوصیت لري چې نوی پوهه او نظریات ارائه کوي او د محصلانو په روزنه، دتدریس د پروسې ګړندي، آسانه، موثر او مثمر کولو او د علمی غنا دبډایېنې معیار ګڼل کیږی. درسی کتابونه د یوې ټولنی ارزښتمنه معنوی شتمنی بلل کیږی.

له نیکه مرغه په دې وروستیو کې په جرمنی کی محترم دوکتور یحیی وردک د یوه ډیر عالی نوښت او د افغانستان د پوهنتونو شدید ضرورت ته دځواب ویلو په موخه د درسی کتابونو دچاپ سلسله او مثمره پروژه شروع کړه. محترم داکتر صیب یحیی وردک دلوړو زده کړو وزارت کې  ددې هدف لپاره یو ځانګړی دفتر جوړ او یو  فعال او مخلص ټیم یې ځان سره مل کړ. دغه دفتر ته یی اثاثیه او وسایل چمتوکړل. په خپل نوښت یې ډیرو موسساتو سره دمرستی دترلاسه کولوپه خاطر اړیکی ونیولی او دپوهنتونونو له استادانو څخه یی وغوښتل چی د چاپ لپاره تالیف شوی درسی کتابونه ورواستوی.

دغه غوښتنه  دټولو له خوا په خوشحالۍ او کورودانۍ سره ومنل شوه. هغه وخت د لوړو زده کړو وزیر صیب او د وزارت د رهبری هیئت دده ددغه کار زښت ډیر تود هرکلی او درناوی وکړ. دادی اوس  له سلو عنوانو زیات درسی کتابونه په لسګونو زره ټوکه د هیواد ټولو پوهنتونو ته چاپ او په کافی اندازه ور رسول شوي دي.  ددغو کتابونو یو خصوصیت دادی چې ورسره یوځای سي.ډي هم ضمیمه لري، چی پخوا دغه سهولت نه ومهیا. د چاپ شویو کتابونو کیفیت ډیر عالی او د زیاترو یی عکسونه رنګه دي. د درسی کتابونو ترڅنګ یو شمیر مرستیال موادو ته هم ضرورت دی؛ لکه په نسبتاً لوی مقیاس نقشې، د مندلیف د کیمیاوی عناصرو جدول، د ریاضی لوګارتیم جدول، احصائیې tجدولونه، دطب پوهنځی لپاره د بدن دداخلی سیستمونو چې نوم او لنډه تشریح هم ولری، اطلسونه او  داسې نور. 

له نن څخه ۵۰کاله مخکې افغان ساینسپوه م.پتنګ یو د ۸۰x۶۰سایز باندې یو د عناصرو دورانی جدول ترتیب کړی و، چی  دعناصرو بیلابیل خصوصیات دوه سلسلې او ډیر مختصر، خو ضروری معلومات یې په دري او پښتو ژبولرل، نن ورځ موږ هغسی یو جدول نه لرو. دجیودیزی اداری دافغانستان یو شمیر سیاسی، زراعتی، دمعادنو، طبیعی او دسیندونواو ابولګولو دحوزو نقشې درلودې، اوس زموږ پوهنتونونه له دې ډول  ګټورو درسی مرستیال مواد محروم دی. یوه نقشه یا یو جدول د یوه ټولګی لپاره کفایت کوی.  په دې توګه  د پوهنتونو د استادانو پیشنهاد دی چې  د درسی کتابونو ترځنګ موږ یو شمیر مُمددرسی موادو ته  اړتیا لرو. که چیری  داکتر صیب وردک دې برخه کې یو نوښت ولري، د محصلانو لپاره به یو بل لوی خدمت وی. ډیره ضروری بولو چې د هغوبنسټونو څخه مننه وشی چې دې برخه کې یې مرستی کړی دی:

د المان هیواد هغه مرستې چې د افغانستان له علمی مراکزو په تیره بیا  داقتصاد له پوهنځیو، ساینس، فارمسی او عامه اداری  له پوهنخیو سره یی کړی د قدر وړ دی، ددغه هیواد د  DAAD  او  GIZ برنامو د افغانستان پوهنتونو لپاره د قدر وړ خدمات کړی دی، د کانرداادناور بنسټ (KAS )، په جرمنی کې د Eroes کورنۍ خیریه ټولنی، Factfulness Hans Roslingد افغان- جرمنی د پوهنتونونو د ټولنی او  Afghanistan-Schulen-VUSAF ټولو څخه منه کیږی، هیله ده دغه ګټور اقدامات دوام ولري.یوځل بیا د ډاکتر صیب یحیی وردک نه مننه، هیله ده د درسی کتابونو د چاپ لړۍ ته دوام ورکړي.

Scroll to Top