احسان الله آرینزی د ارواښاد حاجي محمد عمر وردګ زوی، د ارواښاد بابه جان لمسی، د ارواښاد ګلنورخان کړوسی، د ارواښاد الله داد خان کوسی، د ارواښاد مولاداد خان کودی، د ارواښاد زرین خان لخکی، د ارواښاد رحیم خان پردی، د ارواښاد سلطان خان … او د ارواښاد سلیمان خان …  دی. اوس د آرینزی کورنۍ په سلطان خیلو کې رحیم خیل یادیږي چې دواړه نومونه (رحیم خان او سلطان خان) په پاسني لست کې شته.

آرینزی د کال 1333 د جدې په دېرشمه د کابل په مستورات روغتون (میوند واټ) کې زېږېدلی. د هغه کورنۍ له دې څخه، څلور کاله مخکې له وردګو څخه کابل ته کډه شوې او د زاړه ښار د شوربازار په یوه کرایي کور کې استوګنه وه.

آرینزی اصلاً د وردګو د سیداباد ولسوالۍ د شنیز درې د چهاردهي کلي اوسیدونکی دی چې د سلطان خیلو د لوی کلي له توابعو څخه ګڼل کیږي او داسې ښکاري چې د کلي یو څو کورنۍ د نویو ځمکو او امکاناتو د میندلو په تمه، له سینده ها خوا پورې وتې او دا نوی کمکی کلی یې جوړ کړی. اټکل کیږی چې دا کمکی مهاجرت د ارواښاد رحیم خان بابا په وخت کې شوی دی.

چهاردهي تر دېرش څلوېښت کلونو مخکې، څو داسې غټې کلاوې درلودې چې په هره یوه کې د اکا زامنو د وینې د شراکت له مخې، ژوند کاوه او هرې کلا خپل بیل جومات درلود.

آرینزی په 1339 هـ – ش چې لا شپږ کلن و، د کابل د ښځو بڼ ته نژدې د غازي محمد ایوب خان ښوونځي ته لاړ، او شپږ کاله یې هلته درس ولوست. دې ښوونځي هغه وخت د باغ زنانه له اوسنۍ څلور لارې څخه د پروان مینی خوا ته، د سړک ښي لاس ته په یوه تنګه کوڅه کې موقعیت درلود.

له غازي محمد ایوب خان وروسته د نادریې لیسې وار شو (1345 هـ – ش) چې دې هم شپږ کاله وخت ونیو. په هغه وخت کې په دې لیسه کې دومره نظم، دسپلین، انظباط او اخلاقي معیارونه په پام کې نیول کیدل چې د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره یی سیالی کوله!

آرینزی په کال 1350 هـ – ش کې له دې لیسې څخه په دویم نومره فارغ شو. هغه وخت کابل پوهنتون د ځوانانو او سیاسي کړیو د پرله پسې لاریونونو له امله تړلی و. آرینزی مجبوراً دولت ته مخه کړه او د کابل ښاروالۍ په دویمه ناحیه (نوی ښار) کې کاتب مقرر شو. په 1353 هـ – ش کې چې کابل پوهنتون بیرته پرانستل شو، آرینزی د کانکور له لارې د اقتصاد پوهنځي ته لاړ، هلته یې په څلورو کلونو کې د پیسو او بانکي خدماتو دیپارتمنت پای ته ورساوه او د لیسانس دیپلوم یې ترلاسه کړ (1356 هـ – ش).

کوم مونوګراف چې آرینزی په هغه وخت کې لیکلي او لارښود استاد 98 نمرې ورکړې وې، پنځه دېرش کاله وروسته، له نویو معلوماتو، ارقامو او احصائیو سره د (مطالعه امکانات خودکفایی افغانستان از تولیدات شکر) تر نامه لاندې د الازهر خپرندویه ټولنې له خوا په کتابي بڼه خپور شوی.

آرینزي په کال 1357 هـ – ش د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ د وزیرو تعلیمي غنډ ته لاړ، د احتیاط دورې عسکر شو او د ټانک چلوونکي ترخیص یې ترلاسه کړ.

د کال 1357 هـ.ش په پنځمه میاشت کې د پلان وزارت د کارموندنې ریاست، ارینزی د کار له پاره پشتني تجارتي بانک ته وپیژاند چې له آزمویني وروسته د بهرینو اړیکو د څانګې د مامور په توګه ومنل شو. پنځه میاشتې وروسته آرینزی د افغانستان صنعتي پراختیا بانک ته تبدیل او لس کاله یې هلته کار وکړ. دی په لومړی سر کې د صنعتی پروژو د ګټورتوب او د پور د ورکړې د راپورونو د برابرولو د څانګې غړی؛ خو په پای کې درې کاله د همدې څانګې مشر و.

له دې وروسته آرینزي د کورنیو جګړو له امله پیښور ته مهاجر او لس کاله هلته پاته شو؛ خو کله چې په هیواد کې نوي بدلونونه راغلل او د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله ادارې په کار پیل وکر، بیرته هیواد ته ستون شو او د افغان بیسیم مخابراتی شرکت د لومړني مامور په توګه یې، دا ویاړ ترلاسه کړ چې اوس دوه ویشت ملیونه خلک موبایل ټلفونونه او ډېر خلک انترنت او ټولنیزی رسنۍ لري.

آرینزی د خپل پلار ارواښاد حاجی محمد عمر، استاد حبیب الله رفیع او استاد زلمي هیوادادمل په مرسته په 1353 – 1354 هـ – ش کلونو کې د مطبوعاتو همکار شو؛ خو ده مخکې لا له مطالعې او کتاب سره مینه درلوده او په کور کې یې داسې یو  کتابتون درلود چې په سلګونو کتابونه، مجلی او نور مواد یی درلودل او پلار به یې هره ورځ نوي مواد پرې اضافه کول.

د آرینزي لومړنۍ لیکنې په ژوندون، کندهار، ننګرهار، پکتیا، عرفان، کمکیانو انیس او فولکلور مجلو او هیواد، اصلاح، انیس او ثور انقلاب ورځپاڼو کې خپرې شوي او اوس د 28 چاپي کتابونو خاوند دی چې تاسو یې فهرست په دی  کتاب  کې لیدلی شي.

آرینزي په تیرو څه باندې شلو کلونو کې په ګڼ شمیر کورنیو او نړیوالو سیمینارونو او غونډو کې برخه اخیستې چې ځینې یې دا دي:

1.      1977 جون، کابل. د حکیم سنایي غزنوي نړیوال سیمینار، ارینزی په دی سیمینار کی د حکیم سنایی غزنوی د استاد، خواجه اسمعیل شنیزی په هکله مقاله واوروله چی د سیداباد ولسوالی د تنګی په تګاب نومی کمکی کلی کی ښخ دی او د سنایی په دیوان کی یی ذکر شوی دی.

2.      1991 جون – جولای. جورجیا، ارمینیا، آذربایجان، ترکمنستان، اربکستان او تاجکستان هېوادونه ته، د شوروی اتحاد د لیکوالو ټولنې په بلنه سفر او په ګڼو غونډو کې ګډون،

3.      1992 اګست – سپتمبر، هندوستان، پونه. د هندوستان د بانکي منجمنت د ملي انستیتوت په بلنه، د بانکي زده کړو درې میاشتې نظري او عملي درس،

4.      2008 دسمبر، جرمني، هامبورګ، بن. د DW له خوا د رسنیو د ادارې (منجمنت) یو میاشتنی کورس،

5.      2009 مارچ، عربي متحده امارات، دوبۍ. د افغانستان د راتلونکی په هکله ملي کنفرانس. په دی غونډه کې په ګڼ شمېر افغاني شخصیتونو لکه ښاغلو زلمي خلیلزاد، علی احمد جلالي او احسان الله بیات سربېره، ښاغلو داکتر اشرف غني احمدزي او داکتر عبدالله عبدالله د ویدیو کنفرانس له لارې حضور درلود،

6.      2009 جون، ترکیه، استانبول. د ترکیې د صنایعو او سوداګرو کنفدراسیون له خوا، ترکیه د نړېوالې سوداګرۍ پل – 2009 غونډه. په دې اته ورځني  سفر کې د کندهار او بلخ 25 سوداګرو برخه درلوده،

7.      2009 اکتوبر،  اتریش، سالزبورګ. د فانوس Panos دفتر له خوا د هند، نیپال، افغانستان او پاکستان د رسنیو د مسوولینو او سیاسي کارپوهانو دوه ورځنۍ غونډه،

8.      2009 فبروري، بنګله دېش، ډاکه. د SAFMA (South Asia Free Media Organization) لخوا په جنوبي آسیا کې د ولسواکی او اقتدار څېړنه. د افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، مالدیپ، سریلانکا، بوتان او نیپال د خبریالانو او سفما غړو په ګډون،

9.      2009 مارچ، پاکستان – اسلام آباد. د سفما له خوا د افغانستان، پاکستان تر منځ د اوږدې ملګرتیا د جوړیدو غونډه،

10. 2010 آپریل، بوتان، تیمپو. د سفما شپږمه کلنۍ غونډه. په همدې وخت کې په بوتان کې د سارک SARRK هېوادونو سرمشریزه هم وشوه چې د سفما غړو پکې ګډون وکړ.

11. 2010 فبروري 22 – 23، جرمني، هامبورګ. د آریانا رادیو – تلویزیون درېیمه کلنۍ هنري ننداره،

12. 2011 فبروري 22 – 23، هالند، امستردام. د آریانا رادیو – تلویزیون څلورمه کلنۍ هنري ننداره،

13. 2012 فبروري 22 – 23، عربی متحده امارات، دوبۍ. د آریانا رادیو – تلویزیون پنځمه کلنۍ هنري ننداره،

14. 2013 جون 5 – 12، هندوستان (امرتسر – پنجاب) او پاکستان (لاهور – پنجاب). د فکرونه پرانیزي، پولي پرانیزي تر نامه لاندې سفما اتمه کلنۍ غونډه،

15. 2013 فبروري 23 – 27، عربي متحده امارات، دوبۍ. د آریانا شپږمه کلنۍ هنري ننداره،

16. 2013 فبروري 21 – 23، هندوستان، ډیلي (ګورګاون). د آریانا اوومه کلنۍ هنري ننداره،

17. 2014 فبروري 23 – 21، هندوستان، ډیلي (ګورګاون). د آریانا اتمه کلنۍ هنري ننداره،

18. 2014 جون 18 – 20، هنګري، بوداپست. د افغانستان له پاره د هنګري بنسټ له خوا، د افغانستان راتلونکې په اړه غونډه، په دې غونډه کې 15 کسانو برخه اخستې وه،

19. 2015 فبروري 24 – 20، مالیزیا، کوالالمپور. د آریانا رادیو – تلویزیون نهمه کلنۍ هنري ننداره،

20. 2016 می 5 – 4، ترکیه، استانبول. د آریانا رادیو – تلویزیون لسمه کلنۍ هنري ننداره.

آرینزي تر اوسه د نړۍ 50 هېوادونو ته سفرونه کړي؛ خو ګران افغانستان په ټولو افضل ګڼي او له لویه خدایه غواړي چې هر افغان ته دا وس او امکانات ورکړي چې د سولې او ورورولۍ په فضا کې ځان، خپل وطن او عالم بشریت ته خدمتګار واقع شي.

آرینزیي په تېرو دریو لسیزو کې دا جایزې ګټلي دي:

1.      د افغانستان د کارګرانو مرکزی اتحادیه، د ښو ژورنالیستکي فعالیتونو مډال، 1388 هـ – ش (2009م)،

2.      له بېوزلو سره د سمو مرستو یادګاری جایزه، بیات بنسټ، 1390 هـ – ش.

3.      د ښو فرهنګي خدماتو د درناوی ستاینلیک، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، 1382 هـ – ش (2003م)،

4.      د افغانستان د امن ورځې جایزه، مدني ټولنه، 1386 هـ – ش (2007م)،

5.      د لنډو کیسو ستاینلیک او نقدي جایزه، مدني ټولنه، 1386 هـ – ش (2007م)،

6.      د افغان بیسیم د لومړي کارکوونکي مډال، 1393 هـ – ش (2014م)،

7.      د غوره فرهنګي خدماتو په ویاړ، د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د غازي میرمسجدی خان مډال، 1396 هـ.ش (2017).

په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د پوهنتونو محصلینو په آرینزی لاندی مونوګرافونونه لیکلي دي:

1 —   محمد زاهد امینی وردګ، د لیکوال احسان الله آرینزی ژوند او ادبي هڅې، د پوهیالی شفیق الله رحمانی تر پاملرنی لاندې،  ننګرهار پوهنتون، د ښوونی او روزنی پوهنځي، د پښتو ادبیاتو څانګه، 1391 هـ – ش.

2  —  محب الله محبوب، د لیکوال احسان الله آرینزی کار او ژوند، د استاد کمال الدین کمال تر لارښوونې لاندې، پکتیا پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځي، پښتو ادب څانګه، 1393 هـ – ش،

  3 —    محب الله د شیر حسن زوی، احسان الله آرینزی ژوند او فرهنګي فعالیتونه، د   استاد بریالي باجوړی تر پاملرنی لاندې، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي،    پښتو څانګه، 1394 هـ – ش،

    4 — مجیب الرحمن شهاب وردک، د احسان الله ارینزی داستانونه او داستانی ژباړی، د استاد بریالی باجوړی تر پاملرنه لاندی، کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو  پوهنځی،  پښتو څانګه،

  5 —  نصرت الله سمسور، د احسان الله ارینزی ژوند او فن، د استاد پوهیالی عبدالواحد ریحان تر نظر لاندی، کندهار پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، د پښتو ژبی  او   ادبیاتو څانګه، 1398 هه ش،

  6 —   حشمت الله احدی، د احسان الله آرینزي په داستانونو کې د پیغامونو څیره، د استاد پوهنیار مصطفی صفا تر پاملرنی لاندی، د غزني پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو  پوهنځی، پښتو څانګه، 1398 هـ ش،

   7–  محمد عابد محتاج، د احسان الله ارینزی ژوندلیک، د استاد نعمت الله اسدی تر نظر لاندی،  د غزني پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه، 1398 هـ ش،

          آرینزي واده کړی او شپږ اولادونه لري. درې زامن او درې لورګانې چې ټولو لوړی زده او په خپلو کارونو بوخت دي

.

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top