ا) اهمیت: د اقتصادي پروژو عملي تطبیق کول یو ستونزمن کار دی، په پروژه کې باید عوامل ضایع نشي، بلکي باید په یو ګټور محصول تبدیل شي.  له بده مرغه په افغانستان کې ګڼ شمېر پروژې کامیابه نه وې، یا یې نتیجه مطلوبه او ډېره ګټوره نه وه. د دې علت  دا وو، چې پروژه په عمل کې سمه نه تطبیق کېده. له نېکه مرغه دا دی  اوس د عملي تجربو پر اساس چمتو شوی یو کتاب، چی د تکړه او مجربو لیکوالو اثر دی له  انګلیسی ژبې څخه پښتو ته و ژباړل شو. باید وویل شي چې د بریالیو او موفقو پروژو د تطبیق څخه پرته ترقي او پرمختیا ممکنه نه ده، نو د پروژو د مدېریت اړوند مسایل  په دغه کتاب کې زده کېږي. دغه کتاب د اقتصاد د پوهنځیو په بېلابېلو د یپارتمنتو کې محصلانو ته درسي ممد واقع کېدای شي. موضوع یې د ټولو هغو اجراآتو، مراحلو او اسنادو پېژندنه ده، چې د اقتصادي پروژو په عملي  تطبیق کې ورته اړتیا محسوس کېږي. د دغه کتاب انګلیسي ورژن په یوه اونۍ کې په اروپا کې ۸۰۰۰۰ ټوکه پلورل شوی دی. کتاب آنلاین هم د لاسرسي وړ دی، خو پښتو یې یوازې د هارډ  او ورسره  سي ډي کې د لاسرسي وړ دی او د افغانستان ټولو پوهنتونونو ته توزیع شوی دی. دا د بریالیو پروژو د عملي کولو ضمانت کوونکی لارښود دی.

ب) محتوا: په دغه ژباړل شوی کتاب کی د پروژې پېژندنه او د پروژې عملي کول ښودل شوی دی. په کتاب کې ډېر مناسب موډلونه، اسناد، لارښودونه، فارمټونه او عملاً تجربه شوي مېتودونه شتون لري. دا کتاب دوه تنو ماهرو لیکوالو (داود علم او کُهل) له خوا؛ چې په پروژه او د پروژې په عملي کولو کې کافي علمي او عملي تجربې  لري، لیکل شوی او د افغانستان د اقتصاد د پوهنځیو لپاره ژباړل شوی دی. په معاصر اقتصاد کې د پروژو مدېریت کول مهم بحث دی، د دې کتاب په محتوا کې تجربه شوي فارمټونه او لارښودونه شته. په حقیقت کې دا کتاب د تجربه شویو لارښوونو یوه مجموعه ده، چې لازم اسناد راته د مثالونو په ډول راښيي.

ج) د چاپ مرجع: دا کتاب د افغانستان د معلوماتي مرکز (افغانیک) له خوا د تمویل کېدونکي درسي کتابونو د پروژې له خوا چاپ شوی دی، چې تطبیق کوونکی یې د لوړو زده کړو د وزارت مشاور محترم ډاکتر یحیی وردک دی.

ج) د چا لپاره دی؟  دا کتاب د اقتصادي پروژو  د ټولو تطبیق کوونکو لپاره دی.

د) د څه لپاره دی؟  د دې کتاب عمده هدف او د استفادې وړ موارد د پروژو موفقانه اجرا کول دي.

هـ)  په کومو څانګو پورې اړه لري؟  دا کتاب د اقتصاد د پوهنځي د ټولو څانګو د محصلانو او د پروژو د منیجرانو لپاره  دی.

و) مهم عنوانونه یې: پروژه، د پروژې عملي اړخ، مجلسونه، مفاهمه، پلان، کوم تدابیر په پام کې دی؟ د شوي فعالیت او کار سنجول، چک لېستونه، د مثبتو او منفي برداشتونو یاداشتونه او نور. د کتاب د هر فصل په  آخر کې ماخذ ښودل شوی دی.

Scroll to Top