محترم پوهاند عزت الله سائل دخدای بښلي جګتورن پاینده محمدخان زوی،دارواښادملک عبدالغني خان لمسی اودملک شهنوازخان کړوسی په (۱۳۴۰)لمریزکال دلغمان ولایت مرکزپورې اړوند تګري کلي کې زیږیدلی دی.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړه په کابل کې دسیدنورمحمدشاه مینه په لومړني ښوونځي،منځنۍ زده کړه یې دشاه شهید(ع)په دویم نمبرښوونځي اوپه (۱۳۶۰)لمریزکال دغازي لیسې له(۱۲)ټولګي څخه دفراغت سندترلاسه کړی دی. دکانکورازموینې ترتېرولووروسته په (۱۳۶۴)لمریزکال دننګرهارپوهنتون له جغرافیې څانګې څخه دلسانس سنداوپه (۲۰۱۱)عیسوي کال له هېوادڅخه بهردماسټرۍ سندپه عالي درجه ترلاسه کړی دی.محترم پوهاند عرت الله سائل  له (۱۳۶۴)لمریز کال راپه دیخوادننګرهارپوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځي دجغرافیې څانګې دعلمي کدرپه توګه په کارګمارل شوی اوتراوسه پورې په دغه سپیڅلې دنده لګیااودهېواددځوانوبچیانودسالمې اومسلکي روزنې په اړه نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي.

دمحترم پوهاندعزت الله سائل علمي اوڅيړنیزچاپ شوي اوناچاپ اثار

۱ـ حملات چنګیزخان درماورالنهروافغانستان

۲ـ اب وفعالیت جیولوژیکي ان

۳ـ عوامل پیدایش ساختمان های ظاهري سطح زمین

۴ـ دکوزکونړولسوالۍ سیمه ایزه جغرافیه

۵ـ حرکات قشرزمین تېزس ماستری

۶- جيومورفولوجی تاليف شوی درسی کتاب

همدرانګه داستادهغه علمي اوڅیړنیزې مقالې چې دننګرهارپوهنتون دپوهې په علمي مجلې کې چاپ اونشرته سپارل شوي عبارت دي له :

۱:دوران احجار درطبیعت  ۲: پرافغانستان دانګریزانولومړی یرغل او د افغانانو مقاومت  ۳:میتودهای مطالعه حرکات تکتونيکي ۴:پیدایش دولت وعناصرمتشکله ان  ۵:جهیلونه اودمنځ ته راتګ لاملونه یې  ۶:دسیندونوتخریبي کړنې  ۷:پرطبیعي منابعوداب وهوا دبدلون اغیزې ۸:رويش تحقيق و تعین زمان درزمین شناسي ۹:دافغانستان دسټپ اقلیمي سیموځانګړتیاوې۱۰ د سپوږمۍ پیدايښت او جوړښت.

همدرانګه دهجرت په شپواوورځې کې دنوموړي ځینې مقالې اولیکنې لکه ۱:ایاافغانستان بعدازغسل انقلاب لباس کهنه رادربرخواهدکرد۲:مردم خون جګرمې خورد وشماساجق مې جوید،ترسرلیکونولاندې دهجرت دمحیط په نشراتي اورګانونوکې چاپ اونشرته سپارل شوي،او اوس ستاسوپه لاس کې داقليم پوهنې ترسرلیک لاندې تالیف شوی درسي کتاب دمحترم استادله علمي اثاروڅخه دی .

د لیکوال کتاب له لاندي لینک څخه ډانلوډ کولای شئ:

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top