قدرمنه استاده!

د درسي کتابونو کمښت او نشتوالی د افغانستان په پوهنتونونو کې د عمده ستونزو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې محصلین او استادان له ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي. دوی زیاتره نویو معلوماتو ته لاسرسی نه لري او له زړو کتابونو او چپتر نوټونو څخه ګټه اخلي، چې په بازار کې په ټیټ کیفیت چاپ او وړاندې کېږي.

په وروستیو لسو کلونو کې ۳۵۰ درسي کتابونه، زياتره په طب او د علومو په نورو څانګو لکه وترینري، فارمسي، روانشناسي، انجينري، ساينس، اقتصاد، ژورنالېزم او کرهنه کې د افغاني استادانو لخوا لیکل شوي او ژباړل شوي. دا کتابونه چاپ او د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په وړيا توګه توزېع شوي دي.

ګرانو لیکوالانو! موږ ستاسو لپاره په دغې ټولګه کې د کتابونو د لیکلو او چاپولو لپاره اړین معلومات راټول کړي دي، تر څو د کتابونو د چاپ او خپرلو له پروسې څخه خبر او په دې برخه لا زیات کار او زیار ته وهڅول شئ. مخکې له دې چې موږ ته کتاب راولېږئ، د پام وړ تکي ولولئ او درخواستي فورمه ډکه کړئ.

هیله‌من یو چې تاسو  به د  افغان محصلینو لپاره په خپل مسلک کې کتابونه ولیکئ او بیا يې زموږ له لارې خپاره کړئ.

که کومه پوښتنه مو لرله، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

دفتر 0780232310، 0706320844

ایمېل textbooks@afghanic.org / wardak@afghanic.de

د دغه کتاب د ډاونلوډولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ!

Scroll to Top