پوهنمل ډاکتر محمد همایون مصطفی

پوهنمل ډاکتر محمد همایون مصطفی د ولي محمد زوی چه په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په یوه روشن فکره کورنۍ کې زېږېدلی دی.
 ابتدايې ښوونځۍ یې د جوزجان ولایت د ابن یمین په لېسه کې او دوولسم ټولګۍ یې د کابل په حبیبیه لېسه کې په ۱۳۶۱ هـ ش ختم کړی دی.
وروسته د عسکری د خدمت څخه په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې د کابل په طب انستیتیوت کې شامل او په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې د دغه انستیتیوت څخه د ماسټرۍ په درجه فارغ شوی دی.
او په همدغه کال کې د ډاکتر په صفت د جمهوریت روغتون په جراحۍ سرویس کې  مقرر او په ۱۳۷۴ هـ ش کال د جراحۍ سرویس د ترېننګ په پروګرام کې شامل او په ۱۳۷۴ هـ ش کال کې د کدر د شمول په آزمویته کې بریالی شو او د کابل د طب انستیتیوت د جراحۍ دیپارتمنت غړی شو چې وروسته د بعضی مشکلاتو په سبب د وطیفې څخه لرې پاتې شو او په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې د کندهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د جراحۍ د دیپارتمنت د استاد په حیث تقرر حاصل کړ چې تر اوسه هلته د تدریس او د طب پوهنځۍ په کدري روغتون کې د جراحۍ په بخش کې مصروف دی.

 د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top