پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند

پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند د محترم مظلوم خان زوی په ۱۳۲۱ هـ ش کال کې د کونړ ولایت د مرکز اړوند د تېشې په کلي کې زېږېدلی دی.
نوموړی په ۱۳۲۷ هـ ش کال کې د کونړ ولایت د مرکز چعته السرای (اسعد آباد) په لومړني ښوونځي کې شامل او په ۱۳۲۶ هـ ش کال کې له دغه ښوونځي تر فارغېدو وروسته په کابل کې د ابن سینا د منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې شامل شو.
په ۱۳۳۶ هـ ش کال د دغه ښوونځي له نهم ټولګي څخه د فارغېدو وروسته د کابل دارالمعلمین په لسم ټولګي کې شامل شوی دی. د کابل دارالمعلمین د هغه د مقراراتو سره سم خیر محمد ماموند د یوولسم ټولګي د نمرو په اساس د مشرقي ولایت ممتاز شاګرد په توګه د هېواد د نورو ولایتو د ممتازو شاګردانو (ټول اتلسو تنو) سره یو ځای د کابل دارلمعلمین د فاکولتې د څانګې په دوولسم ټولګي کې شامل شو.
په ۱۳۳۹ هـ ش کال د کابل دارالمعلمین له دوولسم ټولګي څخه د فارغېدو وروسته په ۱۳۴۰ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون د طبیعي علومو د کیمسا او بیولوژي په څانګه کې شامل شوی او په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې له دغه پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته په کابل کې د ښوونکو د روزنې په اکاډمۍ د طبیعي علومو د متخصص سره د کونتر پارت په توګه مقرر شوی دی.
ماموند د ښوونکو د روزنې ‍ په اکاډمۍ کې د ۱۳۴۴ هـ ش نه تر ۱۳۴۶ هـ ش کال پورې د یونسکو د ځانګړي درسي پروګرام سره سم د کیمیا، بیولوژي او فزیک د مضمونونو د تدریس تر څنګ د لسم ټولګي کیمیا، یوولسم ټولګي فزیک، دوولسم ټولګي کیمیا او د دوولسم ټولګي د بیولوژي کتابونه لیکلي دي.
خیر محمد ماموند پر ۱۳۴۶ هـ ش کال کې د ځانګړي کانکور امتحان له لارې د کابل پولي تخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې اسیستانت (نامزد پوهیالی) مقرر شوی او پر ۱۳۴۸ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون له خوا د لوړو زده کړو د بشپړولو له پاره شوروي اتحاد ته استول شوی دی.
ماموند د شوروي اتحاد د خارکوف په دولتي پوهنتون کې په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې د ماسټرۍ دیپلوم اخیستی او بیا یې په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د دوکتورا د تیزس څخه دفاع کړې او د همدغه کال د میزان په میاشت کې خپل وطن ته راستون او بېرته د کابل پولي تخنیک انستیتوت د کیمیا په دیپارتمنت کې استاد مقرر شوی دی.
پوهاند دوکتور خیر محمد مامون د ۱۳۴۶ هـ ش کال نه تر ۱۳۷۱ هـ ش کال پورې د کابل پولي تخنیک د عمومي کیمیا د دیپارتمنت په سپارښتنه د عمومي او غیر عضوي کیمیا او فزیکي کیمیا په مضمونونو کې اته درسي کتابونه لیکلي دي او هم یې د فریکي کیمیا او عمومي کیمیا مضمون تدریس کړی او په دې برخه کې یې د کابل پولي تخنیک او کابل پوهنتون د کیمیا په دیپارتمنتونو کې د فزیکي کیمیا په برخه کې د علمي څېړنو لارښوونه کړې ده چې ددې علمي څېړنو نتایج د کابل پولي تخنیک او کابل پوهنتون په علمي مجلو کې چاپ شوې دي.
پوهاند دوکتور خیر محمد ماموند په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې د پوهاندۍ علمي رتبې ته او په ۱۳۷۰ هـ ش کال کې د ماموریت فوق رتبې ته ترفیع کړې ده.
خیر محمد ماموند په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس مقرر شوی او په ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدي د میاشتې په شپږمه نېټه په افغانستان باندې د شوروي د یرغل سره په هېواد کې د رامنځ ته شویو شرایطو سره د تضاد په وجه يې ددغه د دغه پوهنتون د ریاست له مقام څخه په خپله خوښه استعفی کړې ده.
د شوروي اتحاد د علومو د اکاډمۍ او د دغه هېواد د پوهنتونونو په علمي مجلو کې د چاپ شویو علمي مقالو په ګډون د پوهاند خیرمحمد ماموند اته دېرش عنوانه علمي آثار چاپ شوي دي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top