ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

اسدالله ملکزی د قطب الدين ملکزي ځوی او د ملک غوث الدين لمسی. په 20.03.1960 کال کې د ننګرهار ولايت، کوز کونړ ولسوالۍ د قلعټک په کلي کې زېږېدلی.خپلې لومړني زده کړې د 1965 څخه تر 1977 کال پورې دافغان سيد جمال الدين په لېسه کې سرته رسولي دي.
لوړې زده کړې د 1977 څخه تر 1978 پورې د کابل په پولېتخنيک کې او بيا د يوسمسترڅخه وروسته د 1978 څخه تر 1983 پورې د پخواني شوروي اتحاد د تاجکستان جمهوريت د دوشنبې په پوليتخنيک کې سرته رسولي دي.
د ديپلوم تر لاسه کولو څخه وروسته په داخل او خارج کې په مختلفو ساحو کې دنده پر مخ وړېده، چې دا په لاندې ډول دي:
د 1983 څخه تر 1984 پورې د فواعد عامې وزارت د پلان او ارزيابي په رياست کې د انجينېر په حېث. د 1984 څخه تر 1988 پورې د لارو او ډګرونو په رياست کې. ددې نه وروسته تر 1993 پورې د ګډوالۍ (حجرت) کلونه (وزګار). د 1993 کال څخه وروسته تر 2005 پورې په المان کې په مختلفو ساحو کې يې دنده تر سره کړې ده. د 2005 تر 2006 پورې د المان Help خيريه موسسې سره د انجينېر په حېث د افغانستان په فراه ولايت کې او بيا ددې نه وروسته تر 2008 اخر پورې په افغانستان کې د افغان بېسيم مخابراتي دستګاه سره د انجينېر په حېث دنده تر سره کړېده. فعلاً د المان د بېبرا Bebra په ښار والۍ کې د پارلمان افتخاري غړي په حېث کار کوي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top