ګل سیما ابراهیم خیل قادري د مرحوم باز محمد ابراهیم خیل نادری لور چې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ  د نادر خېلو په کلي کې زېږېدلې ده.
لومړنۍ زده کړې یې د پغمان د نجونو په ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې یې د جلال آباد په الایي لېسه کې او پاتې یې د کابل په عایشه دراني لېسه کې سرته رسولې دي، چې د ښوونځي د پیل څخه تر خلاصېدو پورې ټولې زده کړې یې د لسو کالو په موده کې پای ته ورسېدې.وروسته د کانکور له آزموینې څخه د لوړو نمرو په اخیستلو سره چې د کابل پوهنتون له نورم څخه زیاتې وې نو په دې توګه نوموړیې یوه بهرني هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره وټاکل شوه خو له یوې خوا د وخت د شرایطو له امله او له بلې خوا له طبابت سره د ډېرې مینې درلودلو له کبله دې ته وهڅېدله چې د هغه بورس له منلو ډډه وکړي او د کابل د طب په انستیتوت کې یې خپلې زده کړې په عمومي طب کې (Human Medicine) کې پیل او وروسته یې د طب د ډاکترې په توګه په ملالۍ روغتون او د کابل ښار د مور او ماشوم د ساتنې یا ژغورنې په ځینو کلینیکونو کې یې خپله مسلکي دنده تر سره کړې.خو له بده مرغه چې په ۱۳۷۱ ل کال کې د هېواد د نا خواله او ناوړه شرایطو له کبله یې خپل ټاټوبی پرېښود او اوس دلته په اروپا کې له خپلې کورنۍ سره لکه د نورو ټولو هېوادالو په څېر د پردېسۍ ژوند تېروي.
نورې پرمختللې زده کړې یې د آلمان په هېواد کې ترسره کړې او په مسلک یې کار پیل کړی.

د موُلفې کتابونه لاندې دانلود کړئ

Scroll to Top