پوهنوال دوکتور غلام جیلاني ولي

پوهنوال دوکتور غلام جیلاني ولي په ۱۳۲۸ هـ ش کال کې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په خوشګنبد کلی کې رېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د جلال آباد ښار په عبدالوکیل ښوونځي کې، ثانوي زده کړې (بکلوریا) یې د ننګرهار په عالي لېسه کې او لوړې زده کړې یې د ننګرهار په طب پوهنځۍ سرته رسولې دي.
په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ څخه فارغ شو. په همدې کال د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د صحي آمر په حیث توطیف شو چې پوره نهه میاشتې یې هلته وظیفه ترسره کړه.
وروسته د عسکرۍ مقدسې وظیفې د اجرا په خاطر توظیف او پورهه شپږ میاشتې یې عسکري نظامي تعلیمات په تعلیمي غنډ کې ترسره کړل. وروسته د عسکرۍ د مقدسې وظیفې د ترسره کېدو څخه د عامې روغتیا د وزارت په چوکاټ کې د معدن او صنایع وزارت پورې مربوط د مس عینک لوګر په ولایت کې ۳ کاله د صحي آمر په حیث وظیفه ترسره کړه بیا د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون د جراحۍ په څانګه کې شپږ میاشتې د جراحي ډاکتر په حیث دنده ترسره کړه.
په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د مایکرو بیولوژي څانګې د علمي کدر آزموینه ترسره کولو وروسته د استاد په حیث مقرر شو د استادۍ په جریان کې د دریو میاشتو لپاره د علمي سطحې د لوړتیا په منظور د ترکیې هېواد ته د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه ولېږدول شو او تر اوسه پورې د ننګرهار د طب پوهنځۍ د مایکروبیولوژي څانګې د آمر او استاد په حیث دنده اجرا کوي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top