پوهندوی عبدالبصیر منګل

پوهندوی عبدالبصیر منګل د ښاغلی محمد عظیم زوی په ۱۳۵۲ هـ ل کال کې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زدې کړې یې د جلال آباد په تجربوي ښوونځي کې او د ننګرهار په عالي لېسه کې تر سره کړې دي.
او په ۱۳۶۷ هـ ل کال کې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځۍ کې شامل او په ۱۳۷۵ هـ ل کال کې د نوموړې پوهنځۍ څخه فارغ شو.
له فراغت څخه وروسته په همدې کال کې د طب پوهنځۍ په جراحي دیپارتمنت کې د استادۍ دنده واخیسته او دې ۲۰۰۷ م کال تر پایه پورې د نوموړي دیپارتمنت په مختلفو برخو کې د تدریس چارې او هم د عامې روغتیا او پوهنتون روغتون کې د جراح په حیث معالجوي دنده تر سره کړې.
د دې مودې په جریان کې اته علمي آثار یې هم چاپ شوي دي.
په ۲۰۰۸ م کال کې د هېواد څخه د باندې اوکراین ته د نیورولوژي په برخه کې د تخصص لپاره لاړ او په ۲۰۱۱ م کال کې په نوموړې شعبه کې تخصص حاصل کړ. همدارنګه د فنلنډ هېواد د هېلسینکي پوهنتون څخه د مایکرو نیورولوژي په برخه کې فالو شیپ وکړ چې په نوموړې موده کې د (اوټ کم آف ډېفرېنټ اپراچېس ان پېچوېټري اډېنوما) تر عنوان لاندې مولتي نشنل څېړنه هم کړې ده.
په ۲۰۱۲ کال کې د نوی طبي تدریس د چارې د سمون زده کړې یې د جاپان هېواد د توکیو په پوهنتون کې تر سره کړې.
اوس مهال د طب پوهنځۍ د عصبي جراحۍ د مضمون تدریسي چارې د پرمخ بېولو تر څنګ د عصبي جراحۍ ناروغانو د معالجې دندې هم پر مخ بیایې.

 د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top