پوهاند عبدالروف حسان

پوهاند عبدالروف حسان د محمد حسن زوی په ۱۳۲۶ هـ ش کال کې د کابل په دریمه ناحیه ده افغانان کې زېږېدلی دی.
خپلې لومړنۍ زده ګړې یې د نجات اماني لېسه کې بشپړې کړې دي او د بکلوریا سند یې تر لاسه کړی.په ۱۳۳۸ هـ ل کال کې د کابل په طب پوهنځۍ کې شامل او په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د نوموړې پوهنځۍ څخه په عالي درجه فارغ او د کدر دشمولیت د آزموینې څځه وروسته د ننګرهار په طب پوهنځۍ کې د نامزد پوهیالي په حیث د جراحۍ په څانګه کې د استاد په صفت په دنده وګمارل شو.
په کال ۱۳۴۹ هـ ش کې د یو تحصیلي بورس له لارې استاد د دوه نیمو کلونو لپاره د آلمان دبرلین ښار په پوهنتون کې د جراحۍ په څانګه کې دنده تر سره کړې او د بریالیتوب سند د لاسته راوړلو څخه وروسته هېواد ته راستون شو.
استاد د ۱۳۵۴ هـ ش کال را په دې خوا د ننګرهار په طب پوهنځۍ کې د جراحۍ څانګې د شف او آمر په توګه دنده ترسره کوي او د ۱۳۷۰ هـ ش کال څخه وروسته د ټولو علمي مراحلو د تر سره کولو څخه وروسته د پوهاندۍ رتبې ته ورسید.محترم استاد سربیره د جراحۍ دیپارتمنت د مسولیتونو څخه نور مسولیتونه هم لري چې په لاندې ډول د یادونې وړ دي.د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د علمي شورا غړی، د علمي ترفیعاتو د کمېټې غړی، د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا غړی او د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د مشورتي بورډ غړی.
پاتې د نه وی چې محترم استاد د خپل علمي فعالیتونو په بهیر کې د جراحۍ په ساحه کې یوویشت تحقیقي او غیر تحقیقي آثار او کتابونه لیکلي دي چې ټول یې چاپ شوي دي او د ننګرهار پوهنتون لپاره خصوصاً د طب پوهنځۍ د محصلینو لپاره یې کافي علمي زیرمه برابره کړې ده.

 د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top