دغه درسي کتاب چې ۲۷۵ مخونه لري، نیماتولوژي نومېږي، لیکوال یې پوهنوال حسین آرمان دی، د ننګرهار پوهنتون د کرهڼې پوهنځي له خوا خپور شوی
دی. دا کتاب  په ۱۴۰۱ هجري لمریز، ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ۱۰۰۰ ټوکه په تېراژ کې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټې په مالي مرسته چاپ شوی.
نباتات چې په نړۍ کې د خوړو عمده زېرمه ګڼل کېږي د ۸۰ څخه تر ۱۰۰۰ ناروغیو پورې د (وایروسونو، فنګسونو، بکتریاوو، نیماتودونو، میکوپلازما، او عالي طفیلي نباتاتو) په واسطه اخته کېږي. همدارنګه د ۳۰۰۰۰ هرزه ګیاووُ له جملې څخه ۸۰۰ ډولونه یې اقتصادي تاوان منځته راوړي. د نباتي ناروغیو د لاملونو له جملې څخه نیماتودونه دي، چې ۳۰۰ زره نیماتودونه په کرنیزو محصولاتو باندې یرغل کوي او د ۱۰۰۰ ډولونو څخه ډېر یې د نباتي حاصلاتو د ضایع کېدو سبب ګرځي.

د کرنیزو تولیداتو د سطحې د لوړولو او کافي مقدار خوړو د لاسته راوړلو په منظور لازمه ده، چې هر اړخیز پراخ او ګټور معلومات د نباتي ناروغیو د یو مهم خساره رسوونکي لامل د (نباتي نیماتولوژۍ) په برخه کې برابر او د کرنې پوهنځیو د محصلینو، د کرنې د انستیتوتونو، لېسو د شاګردانو او د مسلک د نورو مینوالو په واک کې ورکړل شي. د دې لپاره چې د کرنیزو نباتاتو د حاصلاتو د منځه وړلو څخه جلوګیري شوې وي اړینه ده چې د نباتاتو پرازیتیکي نیماتودونه مطالعه او وڅېړل شي. په همدې اساس د کرنې پوهنځۍ د نباتاتو د ساتنې څانګه کې د نباتي پرازیتیکي نیماتودونو مطالعې او درسي کتاب ته د منل شویو مفرداتو مطابق اړتیا لري.
د نباتاتو د نیماتولوژي مضمون د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت  د نصاب مطابق د کرهڼې پوهنځي محصلینو ته په دریم ټولګي کې تدریس کېږي چې په همدې موخه دا کتاب په ۱۶ څپرکیو کې ترتيب شوی دی.
د دې کتاب د منځپانګې لوی عنوانه په دې ډول دي: سریزه، د نیماتودونو پېژندنه، د نیماتولوژۍ تاریخچه، د نباتي پرازیتیکي نیماتودونو ډلبندي، د نیماتودونو تغذیه، د نبماتودونو  بیولوژي، د نیماتودونو ایکالوژي، د نیماتودونو مارفولوژي، د نیماتودونو اناټومي، د نیماتودونو فیزیولوژي، د نیماتودونو متقابل عمل، د غلو دانو نیماتودي آفتونه، د مېوو نیماتودي آفتونه او داسې نور. همدارنګه  د دې کتاب په منځپانګه کې معلوماتي جدولونه، انځورونه، پوښتنې او ځوابونه، د منځپانګې د مهمو کلمو انګلیسي او لاتین نومونه، د همدې نومونو اختصارات، پښتو او انګلیسي لنډیز، د افغانیک له خوا د خبرو شوو کتابونو لېست، پوښتنې او اخځلیکونه هم راغلي دي.
له چاپ څخه وروسته دا کتاب د افغانستان دولتي او خصوصي پوهنتونونو، محصلینو، څېړنیزو بنسټونو، علمي مرکزونو او اکاډمیکو موسساتو ته وېشل شوی دی. د دې کتاب سافټ کاپي په سي ډي کې هم شته.

دا کتاب له لاندې لېنک څخه ډاونلوډ کېدای شي.

Scroll to Top