د دې کتاب نوم (د اوبو لګولو انجنیري) دی، چې دیپلوم انجنیر اصغر غفورزي پښتو ژبې ته ژباړلی دی. دا کتاب د افغانستان په پوهنتونونو کې د محصلینو د تدریس، استادانو او پوهانو د استفادې لپاره دی. همدارنګه دا کتاب علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو ته هم توزېع کېږي.

د کتاب د منځپانګې موضوع د اوبو لګولو هایدرولوژي پېژندنه، نباتاتو ته د اړتیا وړ اوبه او د ذخیرو پلانول، بندونه او پرچاوی، د اوبو لګونې منځني او کوچني سیستمونه، انحرافي ارتفاعي فشار او د اوبو ګرځونې فشارونه، کانالونه، اوبلارې او داسې نور محتویات دي.

دا کتاب چې پي ډي اېف متن یې په مله سي ډي کې هم شته، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د ننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له خوا خپور او د افغانیک لخوا چاپ شوی دی. نوموړی کتاب د افغانستان دولتي پوهنتونونو، شخصي پوهنتونونو او علمي مرکزونو ته یې وېشل کېږي.

 د دې کتاب د چاپ د تمویل چارې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټې او په جرمني کې ایروس کورنۍ په غاړه اخیستی دی. اداري، تخنیکي او د چاپ چارې یې د افغانیک له خوا تر سره شوې دي. دغه کتاب ټولټال ۳۶۰ مخونه او یو شمېر ضمیمې لري، چې ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی دی.

د دې کتاب په منځپانګه کې معلوماتي جدولونه، انځورونه، د منځپانګې د مهمو کلمو انګلیسي او لاتین نومونه، د همدې نومونو اختصارات، انګلیسي لنډیز، د افغانیک له خوا د غیر طبي چاپ شوو کتابونو لېست او ماخدونه هم راغلي دي.

دا کتاب له لاندې ویب سایټ څخه ډانلوډ کولای شئ:

Scroll to Top