الحاج دوکتور نورمحمد شينواری چې په ١٣٢٣ لمريز کال کې د ننګرهار د شينوارو د هسکې مينې ولسوالۍ د ګاګری قريه په لنډې کلی کې زيږيدلی دي. لومړنۍ زده کړي يي د هسکې مينې د ولسوالۍ د پاپين لومړنی ښوونځي کې سرته رسولي دي. په ١٣٣٥ لمريز کال کې د لومړنې ښوونځي څخه فارغ او په کابل کې د ملی اردو د وخت په حربي ښوونځي کې شامل شو. په ١٣٤٢ لمريز کال کې د حربي ښوونځي څخه فارغ او د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځي کې د امتحان له لوري شامل شو ( چې په هغه وخت کې په ننګرهار کې تنها د طب پوهنځي فعال شوي وو او نور پوهنځي موجود نه وو ) په ١٣٤٩ لمريز کال کې د ننګرهار د طب پوهنځي څخه فارغ شو او د هغه وخت د اردو قوای مرکز روغتون کې په دندنه وګمارل شو. په ١٣٥١ لمريز کال کې د کابل په پخواني د ملی اردو د اوومې فرقي د روغتون د امر مرکز صحيه په صفت وګمارل شو. په ١٣٥٤ لمريز کال کې د يوه مسلکي امتحان له مخې د هندوستان طبی نظامي کالج يا A.F.M.C د پونا ښار ته د لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته وليږل شو.
نوموړي لومړی د پونا د نظامي کالج يا A.F.M.C څخه د راديولوژۍ په برخه کې د Grading Specialist په درجه تخصص واخيست او ورپسي يي د پونا پوهنتون څخه د D.M.R.D ديپلوم يا Diploma in radiological diagnosis ديپلومه د Gold medal سره يوځای واخيسته چې وطن ته د راستنيدو څخه وروسته دا ديپلوم د کابل پوهنتون د ديپلومونو د ارزيابی کميټې لخوا په ٣/٣/٥٨ لمريز کال کې د ماسټر په درجه قبول شو او څه نقدي امتيازات ورسره يوځای هم ورته منظور کړای شول.
الحاج دوکتور نورمحمد شينواری د D.M.R.D ديپلوم د اخيستلو وروسته ١٣٥٦ لمريز کال کې وطن ته راستون شو او پخواني د طبی علومو اکادمي او يا اوسنی شهيد سردار محمد داوود خان په روغتون کې لومړي د راديولوژي متخصص او وروسته د راديولوژي ديپارتمنت د امر په صفت وګمارل شو.
د ١٣٥٦لمريز کال څخه تر ١٣٧٢ لمريز کاله پوری د طبی علومو اکاډمي په روغتون کې وظيفه ترسره او په ١٣٧٢ لمريز کال کې په کابل کې د تنظيمي ويرانوونکو او خونړيو جګړو له کبله وظيفه يي پريښودله او خپل پلارنۍ کلی شينوارو ته لاړ او څه موده وروسته پيښور ته لاړ او د پيښور په بورډ کې خپل مسلکي کار کولو چې وروسته يي د اکسري او التراسوند ماشينونو په راوړلو سره په جلال اباد ښار کې خپل شخصي کلينيک پرانيست چې دا کلينيک په ١٥/٧/١٤١٩هـ.ق کال کې د عامی روغتيا وزارت لخوا رسماً جواز ورکړل شو او رسماُ يې په کار بيل وکړ او بلاخره په ١٣٨٢ کال کې متقاعد شو.
نوموړي د خپل رسمي کار په دوره کې د ١٣٥٦ کال څخه تر ١٣٧٢ کاله پوري د طبی علومو د اکاډمي په روغتون کې مختلف راديولوژيکي اختصاصي معاينات رايج کړل لکه:
Artereal Angiography، Retro Grad، Femoral Artereal Angiography،
Angiography Anti Grad Femoral، Phlebography، Lymph Angiography، Branchography، H.S.G، P.E.G، Ventricography او حتا Cronary angiography او نور په پراخه ډول د اجرا لاندې ونيول شو چې دا بالخاصه معاينات برعلاوه د هصمي او بولي سيستم د کثيفه موادو معاينات په پراخه ډول اجرا کيدل او حتا د کابل د نورو ملکي روغتونونو سره د راديولوژي په برخه کې يي کومک کولو.
الحاج دوکتور نورمحمد شينواری برعلاوه د خپل عملی کار څخه مختلف تحقيقاتی او علمې کارونه يې هم سرته رسولي او په علمی طبی کانفرانسونو کې د ډاکټرانو په ټولنه کې وړاندي کړی او په عملی رسالو کې کلني سالنامو کې نشر شوي دي لکه:
١- د برانکوګرافی رول په مزمن نمونيا کې
٢- د وريد باب فرط فشار تدقيق د Spleenoportography له طريقه.
٣- د ښځو د عقامت راديولوژيک تدقيق د H.S.G له طريقه او خاصتاُ د نفيرونو څيړنه د نفيرونو د توبرکلوز په خاطر چې په دې څيړنه کې ١٥ سلنه د ښځو عقامت د نفيرونو د توبرکلوز له کبله تثبيت شوي دي.
٤- اوستيومياليتس په جروحات ناريه کې او مقايسه يې د ويتنام جنګ او دوهم نړيوال جنګ سره.
٥- د صدر او بطن همزمان ناريه جروحاتو راديولوژيک تدقيق څيړنه.
٦- د يو طرفه Exophthalmea راديولوژيک تدقيق د Orbital Venograhpy له طريقه.
٧- همدا راز په ١٣٨٦ لمريز کال کې يو کتاب د اکسري تکنالوجي X.Ray Technology په نامه هم په نشر رسولی دي.
٨- اوس د تشخيصيه راديولوژي په نوم کتاب چې په مختلفو برخو کې که ژوندی وو انشاءالله د نوموړي مؤلف له خوا به وليکل شي.
چې لومړي برخه يې د عظامو او مفاصلو او يا Bone and Joint د عنوان لاندې ليکل شوي چې په ١٣٩٤ هـ لمريز کال کې چاپ او خپور شوي دي.
دوهمه برخه د تنفسي ناروغيو راديولوژيک تشخيصيه کتاب چې ستاسي په لاس کې قرار لري ليکل شوي ترڅو د ډاکټر صاحبانو لخوا ولوستل شي او استفاده تري وکړي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top