د افغانستان د پوهنتونونو لپاره ۲۱ عنوان نوي درسي کتابونه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري د میاشتې څخه د همدې کال د ډېسمبر د میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د د افغانستان د لوړو زده کړو په وزارت کې د ډاکتر یحیی وردګ دفتر چاپ او خپاره کړي دي او توزېع لړۍ روانه ده.

هغه کتابونه چې د یاد  دفتر له لوري په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې چاپ شوي نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱. حیواني تغذیه لومړۍ برخه، لیکوال پوهندوی روزي خان صادق، ننګرهار پوهنتون، وترنري پوهنځی.

۲. حیواني تغذیه دوهمه برخه، لیکوال پوهندوی روزي خان صادق، ننګرهار پوهنتون، وترنري پوهنځی.

۳. د اوبو لګولو انجنیري، لیکوال پوهندوی دېپلوم انجنیر اصغر غفورزی، ننګرهار پوهنتون، انجنیري پوهنځی.

۴. مالیکولي ایمیونولوژي، لیکوال پوهاند داکتر خلیل احمد بهسودوال، ننګرهار پوهنتون، طب پوهنځی.

۵. وترنري داخله، لیکوال پوهنوال پيرمحمد ستانکزی، ننګرهار پوهنتون، وترنري پوهنځی.

۶. وترنري فارمکولوژي دوهمه برخه، لیکوال پوهنوال محمد بایر درمل، ننګرهار پوهنتون، وترنري پوهنځی.

۷. د انسان فزیولوژي او اناټومي، لیکوال عبدالمالک پرهېز، ننګرهار پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی.

۸. عامه اقتصاد، لیکوال پوهندوی ریحان الله رحیمي، ننګرهار پوهنتون، د عامه اداره او پالیسۍ پوهنځی.

۹. د ریاضي منطق، لیکوال سلطان احمد نیازمن،  خوست شیخ زاید پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی.

۱۰. رهبري له تیوري تر عمله، لیکوال پوهنمل محمد عرفان قریشي،  ننګرهار پوهنتون، عامه اداره او پالیسۍ پوهنځی.

۱۱. د جرمني ژبې آسانه زده کړه له اساساتو تر ادبیاتو پورې، لیکوال ډاکتر اکرم ملکزی، ننګرهار پوهنځی، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی.

۱۲. د کورنیو الوتونکو د روزنې بنسټونه، لیکوال پوهاند میر حاتم نیازي،  ننګرهار پوهنتون، د کرنې پوهنځی.

۱۳. د کرنې تشریحي قاموس انګلیسي ـ پښتو، لیکوال پوهاند محمد بشیر دودیال،  ننګرهار پوهنتون، د کرنې پوهنځی.

۱۴. امېندواري او زېږون، لیکوال پوهنوال دوکتورس حفیظه سهاک،  ننګرهار پوهنتون، د طب پوهنځی.

۱۵. د څېړنې مېتودولوژي، لیکوال پوهنیار نثار احمد مصلح،  ننګرهار پوهنتون، د عامه اداره او پالیسۍ پوهنځی.

۱۶. مرکزي بانک او پرمختللي سیاستونه، لیکوال پوهاند دوکتور عبدالقیوم عارف، ژباړن امان الله ورین،  خوست شیخ زاید پوهنتون، اداره او تجارت پوهنځی.

۱۷. کوانتم میخانیک، لیکوال پوهنیار اکرام الله وقار، ننګرهار پوهنتون، د ساینس پوهنځی.

۱۸. د سازماني اړیکو مدېریت، لیکوال پوهاند محمد بشیر دودیال، ننګرهار پوهنتون، د عامه اداره او پالیسۍ پوهنځی.

۱۹. د بشري سرچینو مدېریت، لیکوال پوهنمل منصور فقیرزی، ننګرهار پوهنتون، د عامه اداره او پالیسۍ پوهنځی.

۲۰. نېماتولوژي، لیکوال پوهنوال حسین آرمان، ننګرهار پوهنتون، د کرنې پوهنځی.

۲۱. د ریاضي منطق، لیکوال سلطان احمد نیازمن، د خوست شیخ زاید پوهنتون.

د افغانستان د لوړو زده کړو په وزارت کې د ډاکتر یحیی وردګ د دفتر له لوري چاپ شوي درسي کتابونه په طب، انجنیري، اقتصاد، عامه اداره او پالیسي، اداره او تجارت، کرنې، ادبیاتو او داسې نورو پوهنځیو پورې اړه لري او د درسي کتابونو د تهیه کولو او چاپ د هغې لړۍ یوه برخه ده چې په افغانستان کې یې نوموړی دفتر د هېواد د پوهنتونونو د استادانو په مرسته تهیه، چاپ او په وړیا توګه توزېع کوي.

د دې کتابونو د چاپ او توزېع سلسله د ډاکتر یحیی وردګ د دفتر له لوري په۲۰۱۰ زیږدیز کال کې پیل شوې ده، د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د ډېسمبر تر میاشتې پورې یې ټولټال ۳۶۶ عنوان درسي کتابونه له هر کتاب څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ ټوکه چاپ او توزېع کړي دي چې ټولټال ۳۶۶۰۰۰ ټوکه کتابونو ته رسېږي. دغه کتابونه له چاپ څخه وروسته د افغانستان دولتي او خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو، علمي بنسټونو، مولفینو، اکادمیکو او څېړنیزو مرکزونو، عامه کتابتونونو او حتی ځینو علمي کادرونو ته وېشل شوي دي. له نېکه مرغه په دې لړۍ کې له پيل څخه تر دې مهاله هېڅ راز وقفه نه ده راغلې، اوس مهال هم جریان لري او هیله ده چې د راتلونکي لپاره به دوام مومي.

Scroll to Top