شل خپرې ساري ناروغۍ کتاب د ډاکتر غلام سرور ظهیر لخوا لیکل شوی دی. په دې کتاب کې د نویو ساري ناروغیو په اړه لکه کرونا، کانګو، اېبولا او همدارنګه د نورو ناروغیو لکه تورټپ، ایډز، نری رنځ، کولرا، تور زېړی، تور ټوخله، ټیټانوس، سینه بغل، د لېوني سپي ناروغۍ، شری، کیو تبه، پولیو، ملاریا، محرقه، مینینجېټس، د پوستکي لشمانیا په اړه بحث شوی دی.


په دې کتاب کې د هرې ناروغۍ لاملونو، نښو نښانو، درملنې او مخنیوي په اړه بشپړه معلومات وړاندې شوي دي.
دا کتاب نه یوازې داکټرانو، لابرانټانو او فرمسیسټانو لپاره بلکې عامو خلکو ته په ساده او روانه ژبه لیکل شوی دی.
دا کتاب په جرمني کې د Eroes کورنۍ یوې خیریې ټولنې (د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټه) لخوا تمویل شوی دی او همدارنګه اداري او تخنیکي چارې یې د افغانیک لخوا ترسره شوي دي.
تاسو کولای شئ چې دغه کتاب له لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top