د بشري سرچینو د مدېریت اړین توکي کتاب د پوهندوی نعیم جان سروري لخوا لیکل شوی دی.
دا کتاب په پینځو برخو کې لیکل شوی دی؛ لومړۍ برخه د بشري سرچینو مدیریت، دویمه برخه د بشري سرچینو لاسته راوړنه، درېیمه برخه روزنه او پرمختګ، څلورمه برخه ارزښت ټاکنه او مشوره ورکول او پینځمه برخه د حق الزحمه او ساتنې په اړه بشپړه معلومات وړاندې شوي دي.
دا کتاب نه یوازې د سوداګرۍ او مدیریت څانګو لپاره لیکل شوی دی، بلکې د حقوق او سیاسي علومو ، عامه ادارې، ژورنالیزم، د ښوونې او روزنې پوهنځیو محصلینو د درسي اړتیا لپاره یو ښه ماخذ دی.

دا کتاب په جرمني کې د Eroes کورنۍ یوې خیریې ټولنې (د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټه) لخوا تمویل شوی دی او همدارنګه اداري او تخنیکي چارې یې د افغانیک لخوا ترسره شوي دي.
تا سو کولای شئ چې دغه کتاب ز موږ له ویب سایت څخه ډاونلوډ کړئ.

Scroll to Top