ز موږ د دفتر لخوا په لوړو زده‌کړه وزارت کې له 2010 ز کال راهیسې تر اوسه پورې د کابل، ننګرهار، خوست، کندهار، هرات، بلخ، البیروني، د کابل طبي پوهنتون  او د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون لپاره د طب، ساينس، انجنیري، اقتصاد، ژورنالېزم او کرهڼې پوهنځيو لپاره 366 عنوانه مختلف درسي کتابونه چاپ کړي او د هېواد ټولو اړوندو پوهنتونونو او یو زیات شمېر ادارو او تحصیلي موسساتو ته یې په وړیا توګه وېشلي دي.

دا چې د وخت په تېرېدو سره د علومو په مختلفو برخو او له هغې جملې څخه په طبي برخو کې ورځ تر بلې د پام وړ بدلونونه راځي، د نویو وایروسو او ناروغیو په هکله څېړنې او اکتشافات کېږي، نوې مقالې او کتابونه خپرېږي او د پوهنتونونو په نصاب کې د وخت او شرایطو په پام کې نیولو سره بدلون راځي، په دې توګه موږ غواړو چې ستاسو په ګډې همکارۍ په یادو برخو کې خپلو هېوادوالو ته نوي لیکل شوي او ژباړل شوي معیاري کتابونه چاپ او د افغانستان دولتي، غیردولتي او نور تعلیمي او تحصیلي موسساتو ته په واک کې ورکړو.

د همدې اړتیا پر بنست د پوهنتونونو له کورنیو او بهرنیو افغان استادانو، لیکوالانو، څېړونکو او ژباړونکو څخه هیله لرو، چې که په دې جدول کې شامل کتابونه یې تر دې پخوا لیکلي یا ژباړلي وي، موږ ته په واک راکړي، چې موږ یې په لوړ کیفیت چاپ او دهېواد د طبي برخې استادانو او محصلینو ته ورسوو.

که چېرې د دې جدول د ځینو طبي کتابونو لیکلو او ژباړلو ته لېوال یاست او غواړئ چې زموږ له لارې چاپ شي، په لاندې برېښنالیک او شمېرې له موږ سره اړیکه ونیسئ.

ډاکتر یحیی وردک، د لوړو زده‌کړو وزارت

برېښنالیک: info@ecampus-afghanistan.org

د ټیلیفون شمېره:  0093 706320844

Scroll to Top