ګرانو لوستونګو!

د افغانستان په پوهنتونونو کې د درسي کتابونو کموالی او نشتوالی له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي. یو زیات شمېر استادان او محصلین نويو معلوماتو ته لاسرسی نه لري، چې دوی پرله پسې د ستونزو سره مخ کوي.

د دې ستونزې د حل لپاره، موږ زده کوونکو ته د کتاب په بڼه او همدارنګه په آنلاین بڼه د درسي کتابونو چمتو کولو پروسه د ۲۰۱۰ راهیسی پیل کړی وه. تر اوسه پورې د ننګرهار، خوست، کندهار، هرات، بلخ، البیروني، کابل پوهنتون، د کابل طبي پوهنتون  او د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره 350 عنوانه مختلف درسي کتابونه د طب، ساينس، انجنیري، اقتصاد، ژورنالېزم او کرهڼې پوهنځيو لپاره چاپ کړي دي.

نوموړي چاپ شوي کتابونه د هېواد ټولو اړوندو پوهنتونونو او یو زیات شمېر ادارو او موسساتو ته په وړیا توګه وېشل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې ټول چاپ شوي کتابونه د RUB بوخم پوهنتون له خوا او په همکارۍ په www.ecampus-afghanistan ویب‌پاڼه کې د لاسرسي وړ وو.

له (۲۰۲۱ ز) کال د اګست میاشتې وروسته په یاده ویب‌پاڼه کې زموږ د کتابونو د آپلوډولو او کار اخیستنې چارې وځنډېدلې او یاده ویب‌پاڼه بېخي له کاره ولوېده.

پر دې اساس د یادو کتابونو او معلوماتو د مینه‌والو محصلینو، د پوهنتونونو استادانو د اړتیاوو د رفع کولو لپاره مو په هماغه نوم او آدرس باندې د ځینو رغنده تغییراتو او سمونو په راوستلو سره بله ویب‌پاڼه جوړه کړه. په دې ویب‌پاڼه کې زموږ د کړنلارې خپاره شوي درسي کتابونه د پوهنځي او ډيپارټمنټ د درسي نصاب په اساس او همدارنګه غیر درسي کتابونه په جلا جلا کټګوریو کې لیدلی او لوستلی شئ.

له نېکه مرغه اوس محصلین، د پوهنتونونو استادان او لیکوالان کولائ شي، چې د ټولو چاپ شویو کتابونو بشپړه نسخه په طب، کرهڼې، ښوونې او روزنې، انجنیري، وترنري، اقتصاد، ژورنالېزم او ادبي برخو کې؛ د درسي کتابونو د چاپولو پروسې ټول اړوند معلومات، همدارنګه د معلوماتي آډیو او ویډیوګانو لارښود، مرکې په www.ecampus-afghanistan.org ویب‌پاڼه کې کتلی، لوستلی او ډانلوډولی شئ.

موږ تاسو ته په دغه وېب‌پانه کې د کتابونو د لیکلو او چاپولو لپاره اړین معلومات پورته کړي دي، تر څو د کتابونو د چاپ او خپرلو له پروسې څخه خبر او په دې برخه لا زیات کار او زیار ته وهڅول شي. همدارنګه د کتاب د چاپ لپاره د پام وړ تکي او درخواستي فورمه هم په ویب سایت کې پیدا کولای شئ.

هیله‌من یو چې تاسو  به د  افغان محصلینو لپاره په خپل مسلک کې کتابونه ولیکئ او بیا يې زموږ له لارې خپاره کړئ.

که کومه پوښتنه مو لرله، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

دفتر 0780232310، 0706320844

ایمېل info@ecampus-afghanistan.org / wardak@afghanic.de

Scroll to Top