د ډېټابېس اساسات کتاب د پوهنمل زړګی حبیبي لخوا لیکل شوی دی.
دا کتاب په شپږو څپرکو کې لیکل شوی دی او په دې کتاب کې د ډیټابیس، د اړیکو ډیټابیس، د ډیټابیس بنسټیز مفاهیم، په ډیټابیس کې د معلوماتو بشپړتیا، د اړوند ډیټابیس او نا اړوند ډیټابیس په اړه معلومات وړاندې شوي دي.


همدارنګه د کتاب په وروستي برخه کې د موضوعاتو اړوند تمرین پکې راغلی دی.
دا کتاب نه یوازې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو لپاره د درسي کتاب په توګه کارول کېږي بلکې د ډیټابیس سیسټمونه په برخه کې به یو ښه مأخذ وي.
دا کتاب په جرمني کې د Eroes کورنۍ یوې خیریې ټولنې (د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټه)  لخوا تمویل شوی دی او همدارنګه اداري او تخنیکي چارې یې د افغانیک لخوا ترسره شوي دي.
تا سو کولای شئ چې دغه کتاب ز موږ له ویب سایت څخه ډاونلوډ کړئ.

  • Tab Title 1
  • Tab Title 2
  • Tab Title 3
Scroll to Top