لومړی د کتاب د چاپولو د موافقې فورمه (Agreement / Permission) باید په صحیح او مکمل ډول ډکه شي

د کتاب نوم، د کتاب د صفحو تعداد،  سایز، د لیکوال نوم، لاسلیک، ایمېل، ټليفون شمیره ولیکل شي. همدارنګه د دیپارتمنت د آمر نوم او لاسلیک، د پوهنځي د رییس نوم، لاسلیک او ټاپه، د پوهنتون د رییس نوم، لاسلیک او ټاپه پرې واخیستل شي.

د کتاب سافټ کاپي (پي ډي اف فایل او ورډ فایل) او د کتاب چاپ شوې بڼه (هارډ کاپي) ټول  مونږ ته راولیږئ.

کوښښ وشي چې كتاب په A5 سايز یعنې د کتاب ورقې باید اې پنځه فارمت (نيمه مخ) کې وي.

هر كتاب په یوه پاڼه کې په  انګریزي ژبه د کتاب خلاصه یا لنډیز(آبسټركټ) ولري.

کتاب باید د مؤلف بيوګرافي او تصویر ولري. که تاسې مخالفت و نه لرئ نو موږ ښه ګڼو چې په هر کتاب کې د مؤلف د تیلیفون شمېره او ایمیل آدرس ولیکل شي.

د کتاب وروستی ایډیټ او اصلاح شوې بڼه (ورد او Pdf) باید مونږ ته وسپارل شي، یعنې د كتاب هغه فایل چې چاپ ته سپارل کیږي، باید مکمل پي ډي ايف ته واړول شي او د يو فاينل كتاب په بڼه مونږ ته راکړل شي.

ټول كتاب بايد يو فونټ ولري. که متن ډېر فونټونه ولري،کيدای شي موږ له ستونزې سره مخامخ کړي. ښه به وي چې کتاب په بهیج نازنین فونټ کې لیکل شوی وي او د متن سایز ۱۲ وی.

د كتاب او مؤلف انګریزي نوم بايد د كتاب په شا یا د کتاب په پوښتۍ باندې وليكل شي.

که ستاسو کتاب د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام ریاست لخوا پاس شوی وي، نو همغه مکتوب هم راواستوئ.

بايد كتاب مکمل او هيڅ كومه ستونزه ونلري، پدې معنی چې د کتاب برخې کمې نه وي.

که ستاسو کتاب رنګه عکسونه ولري نو هیله مند یوو چې دغه عکسونه بیا په جلا توګه د کتاب په آخر کې د کوچني ضمیمه اطلس په توګه جوړ او موږ به یې بیا رنګه چاپ کړو. دغه عکسونه په یو علیحده فایل کې موږ ته راولیږئ.

ستاسو محترمو لیکوالانو او استاذانو څخه هیله کوو، چې د امکان په صورت  پورته ټول ذكر شوي ټكي په پام کې ونیسئ.

له همكارۍ مو مننه!

که چېرته پدې هکله کومه پوښتنه ولرئ، زمونږ دفتر سره تماس ونیسئ:

ډاکټر یحیی وردګ 

Textfeld: زمونږ لخوا ټول چاپ شوي کتابونه له
لاندي وېبسایتونو څخه ډاونلوډ کړئ:
www.ecampus-afghanistan.org
www.kitabona.com

د لوړو زده کړو وزارت، کارته ۴، کابل

دفتر ټلیفون: ۰۷۰۶۳۲۰۸۴۴

موبایل: ۰۷80232310

برېښنالیک: textbooks@afghanic.org

Scroll to Top