د درسي کتابونو کمښت او نشتوالی د افغانستان په پوهنتونونو کې د عمده ستونزو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې محصلین او استادان له ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي. دوی زیاتره نویو معلوماتو ته لاسرسی نه لري او له زړو کتابونو او نوټونو څخه ګټه اخلي، کوم چې په ټیټ کیفیت بازار کې چاپ او وړاندې کېږي.

د دغه ستونزو د حل لپاره، موږ د ۲۰۱۰ کال را پدېخوا د هېواد د پوهنتونونو دکتابونو په چاپولو پیل وکړ او تر اوسه مو ۳۲۰ نه زیات درسي کتابونه (۲۳۲ طبي کتابونه، ۹۰ کتابونه په فارمسي، ارواپوهنې، وترنرۍ، کرهنې، انجنیرۍ، اقتصاد، ژورنالېزم، ښوونې-روزنې او ساینس) کې چاپ او په ټول افغانستان کې  پوهنتونونو ته وړیا رسولي دي.
دغه کتابونه مو د ننګرهار، خوست، کندهار، بلخ، هرات، کاپیسا پوهنتونونو، کابل پوهنتون، کابل پولیتخنیک پوهنتون او کابل طبي پوهنتون لپاره چاپ کړی دي.

دا تعداد مخ په زیاتېدو دی، یعنې موږ هڅه کوو تر څو د هېواد د ښاغلو لیکوالانو او استادانو نور کتابونه له مختلفو ځایونو نه راټول او د چاپ پروسې ته یې وسپارو.

مخکې له دې چې ستاسو کتاب لاسته راوړو او چاپ یې کړو، موږ تاسو ته یو فورمه (Agreement/Permission) درلېږو چې باید تاسې هغه ډک کړئ. په فورمه کې ستاسې د کتاب نوم په پښتو یا دري او انګلیسي ژبو ذکر کېږي. همدارنګه د تلیفون او ایمیل آدرس هم باید ولیکئ. د لیکوال لاسلیک، د اړوند دیپارتمنت آمر لاسلیک، د پوهنځي او د پوهنتون د ریاست لاسلیک او مهر باید په فورمه کې طی مراحل او تایید شي.

د كتابونو د رالیږلو لپاره بايد یوولس ټكي په پام كې ونيول شي، چې په علیحده پاڼه کې ستاسو د معلومات لپاره لیږل شوی دي.

که چېرې تاسې په بهر کې ژوند کوئ، نو ستاسو اړوند ټکي خانه پوري کړئ او پاتې نور یې مربوط پوهنتون خانه پوري او طی مراحل کوی. ستاسو د لا زیاتو معلوماتو لپاره د چاپ شویو کتابونو لست او نور معلومات هم درلیږو.

زموږ لخوا چاپ شوي کتابونه د ټول افغانستان دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته وړیا وېشل کیږي. ټول چاپ شوي کتابونه له www.ecampus-afghanistan.org او  www.kitabona.com وېب سایټونو څخه ډاونلوډ کولای شئ.

که چېرته د اړوندو موضوعاتو په باب کومه پوښتنه ولرئ، زموږ سره اړیکه ونیسئ:

په درنښت، ډاکتر یحیی وردک، د لوړو زده کړو وزارت

کابل، فبروري ۲۰۲۱

د لوړو زده کړو وزارت، کارته ۴، کابل-افغانستان

+93706320844, +93 78023310 or +491747417306 ایمېل آدرس: textbooks@afghanic.org

Scroll to Top