پوهنوال حسین ارمان دنباتاتوساتنی څانگه کی ماستری لری چې د ۱۳۹۴ کال را پـــديـخواد ننگرهار پوهنتون دکرنېپوهنځی استاد دی. په ۱۳۵۵ کال کې دبغلان ولایت دکرنی مسلکې عالي لیسی څخه فارغ او په همدغه کال دکرنې وزارت چوکاټ کې دترویج فنی مامور په توگه مقرر شو. په ۱۳۵۸ کال کې دکانکورازمینی له لاری دکابل پوهنتون دکرنی پوهنځی په لومړی ټولگی کې شامل شو چې دځواونيو تدريس څخه وروسته د تحصیلی بورس له لاری د لیسانس او ماستری تحصیل دبشپړیدو لپاره دهیوادنه دباندی ولاړ. په ۱۳۶۴ کال کې دماستری تحصیل بشپړ او په بریالی توگه هیواد ته راستون شوچې په همدی کال کې دننگرهار پوهنتون کرنی پوهنځی کې دعلمی کدر ( استاد ) په حيث دنده ترلاسه کړه . په ۱۳۹۸ کال کې داستادی ترڅنگ دذکر شوی پوهنځی د نباتاتو ساتنی دیپارتمنت دمشر په توگه د دری کلونو لپاره وټاکل شو چې تراوسه دننگرهار پوهنتون دکرنی پوهنځی په ذکر شوی دیپارتمنت کې استاددی نوموړی په مختلیفو دوروکې دپوهنتون داستادی برسیره په ډيرونړيوالو مرستندویه مؤسسوکې بیلابیلی دندی ترسره کړی دی په ختیځ کې دافغانستان لپاره د MADERA مؤسسی دساحوی مسؤل ، د German Agro Action دنړیوالی اداری ،کوردیناتور، د کوچنیو قرضو دبانگ معاون ، د AMC مؤسسی دکرنیز و فعالیتو افسر د DAT اداری دکرنیزو محصولاتود لوړیدلو افسر په توگه دندی اجراکړی دی. خودرسی کتابونه او په لس گونو علمی مقالی په مختلیفو مجلو کې چاپ شوی دی.

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top