ښاغلي پوهاند میرحاتم نيازي د الحاج بخت جمال ځوي په ۱۳۴۲ ه ش کال کي د لغمان ولايت د علينګار ولسوالي د پړوايي په کلی کې زيږدلي دي ابتدايي زده کړه يي د پړوایی په ښوونځي کي او د لیسی دوره یی د هلمند د کرني ليسه کې سرته رسولی د لیسانس زده کړه يي د کابل پوهنتون د کرني پوهنځي او د حيواني علومو دیپارتمنت څخه په ۱۳۶۶ کال کي فارغ التحصيل شوي دي. په ۱۳۷۲ ه ش کال کي د ننګرهار پوهنتون د کرني پوهنځي په علمي کادر کي د شمولیت وياړ تر لاسه کړي. د استادي ترڅنګه يي د کرني پوهنځي تدريسي ،مدیر د دیپارتمنت مشر او پوهنځي ريس په توګه د خدمت وياړ لرلي دی.

ښاغلي نيازي صاحب په ۱۳۸۴ کال کي د پاکستان هیواد ته د ماستري لپاره واستول شو. په ۱۳۸۶ کال کي د پاکستان هیواد د زراعتي يونيورستي د حیواناتو د پوهي او و ترنري فاکولتي څخه د فوق ماستر په توګه فارغ التحصيل شوى دىږ

محترم استاد د ماستری دوری پای ته رسولو وروسته تر دی دمه د حيواني علومو د څانګي د استاد او آمر په توګه دنده سرته رسوی همدرانګه ۱۳۹۸ کال راهیسی د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د حیوانی علومو دیپارتمنت د ماستری برنامی د استاد په توګه دنده هم سرته رسوی.

محترم نيازي صاحب د هیواد څخه بهر هیوادونو ته لکه سعودي عربستان امارات متحده عربي، پاکستان او

چین هیوادونو ته رسمي او غير رسمي سفرونه کړي دي. نيازي صاحب تر دي دمه پوري لاندي اثار لري

۱ د كورنيو الوتونکو د پوهې بنسټونه

۲ د كورنيو الوتونکو تولید او منجمنت ژباړه

۳ حيواني محصولات

– په غواګانو کي د نه بلاربتوب سببونه

زونوسس ناروغي او بيروني او داخلي مجلو کي علمي او تحقيقي ليکني لري او چاپ لاندي اثار یی د حيواني محصولاتو ذخیره پروسس حيواني علومو مبادي او تكثري فزیالوژي دي..

زه د اړونده کتاب په تالیف کي د محترم نيازي هڅي د ستايني وړ بولم او د پاک څښتن په لوي دربار کي نورو علمي چارو د اجرا په هکله د لا نورو علمي برياو غوښتنه کوم.

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top