
د کتاب لیکوال الحاج پوهاند دوکتور ماسټر واحدي د مرحوم عبدالواحد زوی په ۱۳۳۲ لمریز کال د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالی د برو کاکوخیلو په کلي کې زیږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د سره رود ولسوالی د بالباغ قریي په منځنې ښوونځي کې په ۱۳۳۹ لمریز کال کې پیل کړي او په ۱۳۴۵ لمریز کال کې له نوموړي ښوونځې څخه فارغ او په همدې کال کې (۱۳۴۵ل) د سره رود د ولسوالی په مرکز د فقرالله په لیسه کې اووم ټولګي ته شامل شو او په ۱۳۵۳لمریز کال کې د نوموړي لیسې څخه فارغ او د فراغت وروسته د خوست ولایت د کشف په عسکري قطعې کې تر یو کال عسکري خدمت وروسته په ۱۳۵۵لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د ناروي د پراختیا په ریاست (د کانال ریاست)کې په درونټه کې حفظالمراقبتب په امریت کې د اداري مامور په صفت تقرر حاصل کړ. په ۱۳۵۸لمریز کال کې د یوه کاري برس په مقصد د زراعت په رشته کې د بلغاریا هیواد ته سفر وکړ او په ۱۹۸۰م کال کې د بلغاریا هیواد له خوا د ژورنالیزم په پوهنځي کې د محصل په توګه ومنل شو او په ۱۳۶۵لمریز کال کې د ژورنالیزم پوهنځې څخه فارغ او د ژورنالیزم په څانګه کې یې د ماسټرې ډیپلوم تر لاسه کړاو هیواد ته په راستنیدو سره سم د اطلاعاتو کلتور وزارت د راډیو تلویزیون په عمومي ریاست کې د نشراتو په مدیریت کې د تلویزیون د خپرونو د ډایریکټر په صفت تقرر حاصل کړاو په ۱۳۶۷لمریز کال کې دوباره د یعني دوکتورا د تحصیل لپاره بلغاریا هیواد ته سفر وکړ او په ۱۹۹۰م کال کې یې د بلغاریا هیواد څخه د دوکتورا یعني PHD دیپلوم ترلاسه کړاو بیرته هیواد ته راستون شو.
داچې په هیواد کې د مجاهدینو له خوا هیواد د بد خالت سره مخامخ وو او د مجاهدینو حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړاو راډیو او تلویزیون دروازې د ټولو کارکوونکو په مخ وتړل شوې او محترم استاد ناچارد خپلې کورنۍ سره د پاکستان د پیښور ښار ته کډوال شو.
په پیښور کې تر زیاتو ستونزو او ناخوالو وروسته استاد د پیښور کې په افغان پوهنتون کې د ژورنالیزم په پوهنځې کې د استاد په صفت دنده حاصله کړه.کله چې افغان پوهنتون د جمهور ریس حامد کرزي په فوق العاده فرمان خوست ولایت ته انتقال شو ، استاد ته هم د نورو استادانو سره د علمي کادر په توګه خوست ولایت ته راغې او په تاسف سره باید ووایم ،چې خوست ولایت ته د ژورنالیزم پوهنځې یو محصل هم رانغې او استاد دوه کاله پرته له معاش څخه په دی پوهنتون کې انتظار وویست. د استاد هلو ځلو په نتیچه کې باالخره د تعلیم او تربیې په پوهنځي کې د ژورنالیزم څانګه ایجاد شوه.
داچې استاد له حده زیاتې کورنې ستونزې درلودې او ناچاره کابل ته لاړاو هلته یې د اطلاعاتو کلتور وزارت د راډیو تلویزیون په ریاست کې دوباره حفط د حقوقو تقرر حاصل کړ،چې په اونۍ کې به د څلور (۴) ساعته تدریس لپاره حوست ولایت ته په هره اوونۍ کې راته.
استاد په اطلاعاتو کلتور ریاست په چوکاټ کې د افغان اعلاناتو د معاون په حیث تعین بست شو او یو کال وروسته افغان اعلانات د کرزي په فرمان وپلورل شو او استاد بیرته په ملي راډیو تلویزیون کې د اواز د مجلې د معاون په حیث تعین بست شو.
د خوست پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځې ورځ تر بلې پراختیا موندله او استاد پریکړه وکړه،چې په دایمي توګه به خوست ته راځي اود حفظ حقوق لړې ختمه کړي.استاد د ژورنالیزم په پوهنځي کې له هماغه پیل څخه د پوهنځي دیپارټمنټ د مشر په توګه پاتې او کله چې دیپارټمنټ پوهنځي ته ارتقا وکړه استاد د ژورنالیزم پوهنځې د ریس په توګه تر نن پورې یعني ۱۳۹۷ پورې دنده سرته رسوي.
استاد په پښتو،دري،روسي او بلغاریایي ژبو روانې خبرې او لیکنې کوي. د بلغاریا او روسیي ترڅنګ یې مالیزیا ،هندوستان ،امریکا او ترکیې هیوادونو ته علمي سفرونه کړي او شپږ اولادونه لري.
د دغه مولف د نورو کتابونو د تر لاسه کولو لپاره په لاندې لېنکونو کلېک وکړئ :