محمد شریف سروري د حاجي محمد موسی خان زوی په ۱۳۲۹هجري کال کي دکندهار ښار په ۴ څلورمه ناحیه کي په یوه منوره اومتدینه کورنۍ کي نړۍ ته سترکي پرانیستي دي.

لومړنۍ زده کړي ئې تر شپږمي ټولګۍ پوري د(۱۳۳۴- ۱۳۳۹) کلونوپه جریان کي د کندهار په تیمورشاهي ښوونځۍ کي ترسره کړیدي.

په کال ۱۳۳۹ کي دکابل نه د اعزام سوي هیئت دلوري د ذکي او زیارکښو متعلمینو په جمله کي کابل ته انتخاب اود کابل په حربي ښونځۍ کي (۱۳۳۹-۱۳۴۶) دبعدنیو زده کړو دبشپړیدا وروسته  د ۱۲ تولګۍ څخه په ډیره ښه درجه سره فارغ سویدی.

په حربی ښوونځۍ کي هم دخپل زیار اواهلیت دمخي پرخپلواستادانو ډیر ګران وو، خپل نوټونه به ئې په ډیر شوق ، خاصه سلیقه او ښکلي لیک سره رسول، دهمدې کبله داتم اونهم صنفونو په ختم کي ددوی دکیمیا دمضمون دنوټ کتابچه چه په خاصه علاقه سره دیزاین اومزینه سوې وه ، د استاد غلام نبي خان بلوځ په غوښتنه دیادګار په توکه ځنی واخیستل شول اودبعدي صنفونودتشیق دپاره ئې دنمونې په څیر ورښودل.

دهغه طبعی استعداد دمخی چه دالله جل جلاله په لطف اومرحمت خاصتأ په ساینسی مضامینو کي ئې ور په برخه سویوو ، په لوړو صنفو کی دلمړي ځل دپاره دفزیک، الجبر، مثلثاتو او هندسې داستادانوداسیستانت په حیٍث داستاد په موجدیت یاحتی غیابت کي دنوودرسي موضوعاتو تشریحات او دمغلقوقضیو اوسوالونودحل دنده ورپه غاړه کیدل، چه دا نوي درسي میتودپه واقیعیت کي دمتعلمینو دځان باوري، اعتماد، تشویق اوروحیاتو دتقویې دپاره ځان دیوې ځانګړي نوې اومؤثري میتودولوژي په توکه تثبیت اوحتی وروسته په تدریج سره عمومیت وموند.

د۱۳۴۶ دحوت په میاشت کي حربي پوهنتون ته شامل چه وروسته ددوه ځلیزه کانکور دآزمویني وروسته دلومړي مقام په نیولو سره بریالی چه دلومړی په نتیجه کي  طب ته کامیاب او بیا ئې خارج ته دبرس اخیستلو حق تر لاسه کړ.

– سنبله ۱۳۴۷- جوزا۱۳۵۴ د روسیې دسان پیتیربورګ (لیننګراد) دنظامي طب اکادمي کی عالی تحصیلات اوپه ډيره ښه درجه سره فراغت.

 – اسد۱۳۵۴- سنبله ۱۳۵۵- کابل ، داردودقوای مرکزروغتون، دیورولوژي او جراحي سرویسو دډاکټرپه حیث.

– میزان ۱۳۵۵-  سنبله ۱۳۵۶- کابل، په  ۴۰۰ کټیزه روغتون کي دجراحی سرویس ډاکټر (۴۰۰بستر).

– دوي د۱۳۵۶داسد په میاشت کی روسیې ته د دتخصص اواسپیرانتری د تحصیلاتو د پاره د عسکري ډاکټرانو تر مینځ دکانکورپه امتحان کي ګډون وکړاودلومړي مقام په نیولو سره ئې د نوموړي بورس امتیاز ترلاسه کړ.

– میزان ۱۳۵۶- میزان  ۱۳۵۹- دپیتیربورګ دطبي علومو داکادمي دهسپیتال جراحي په دیپارتمنت کي ئې د کلینیکي ډاکټراواسپیرانتور په حیث دعمومی جراحي او انتانسیف تیراپی په سرویسونوکی دتخصصی پروګرام مطابق وظایف اوپه صدري سرویس کښي ئې دسږي دکانسرد مقدم تشخیص اوتداوي په برخه کي علمي څیړنيز پروګرام پربنسټ دندي مخته بیولې.

– د۱۳۵۹ دمیزان په میاشت کي دتخصص او(پ.ایـچ.ډي) دیپلوموپه اخیستلو سره هیواد ته راستون او د ۴۰۰ کټیزه روغتون دصدري جراحي اوپوليتراوما د سرویس دشف په حیث وټاکل سو چه د ۱۳۷۱ کاله پوري ئې دا دنده د نوروعلمي اوتدریسي  دندو تر څنګ داساسی یا ضمني وظیفې په حیث په غاړه درلودل، چه په دې موده کي ئې د صدري جراحي اساسات ایجاد، ستر صدري اوقلبي عملیاتونه اجرا اوزیات شمیر صدری جراحان ئې د اردو ،امنیت اوڅارندوی د روغتونودپاره وروزل، نو ځکه دوی دمسلح قواوو د صدري جراحي مؤسس ګڼل کیږي. په دې ترځ کي همدارنګه پروفیسور سروري به کله ناکله  د ضرورت په صورت کي دعلي آباد او ابن سینا په روغتونوکي دمغلقوصدري مریضانو دتشخیص اوتداوي دپاره مشورې ته رابلل کیدئ. 

– په کال ۱۳۶۰کي په هیوادکي دجنګي شرایطواوکتلوي مجروحینواومریضانو د شتون او ور سره راپیداسوو ستونزو دمخي دوخت دوزیرانودشورا دمصوبې پر اساس دکابل په دولتي طب انستیتوت کي (ننی دطب پوهنتون) دحربي طبابت په نامه نوی دیپارتمنت تاسیس کړ سو، چي استادان ئې د ۴۰۰ بستریز روغتون دعلمي کدرونو دجملې څخه تعین، پوهنتون ته تبدیل او دنوموړي دیپارتمنت په بست کي توظیف کړل سوه، چي پروفیسور سروري هم یوددغه کدرونوڅخه وو.

– د ۱۳۶۱- -۱۳۶۴ دکابل ددولتي طب انستیتوت په چوکاټ کي د جدیدالتأسیسه حربي طب د آمادګي دیپارتمنت دحربي جراحي د استاد، سرمعلم اوتدریسي مسئول په حیث تقرر وموند. په ۱۳۶۱ کي دطب پوهنتون دعلمي شورا دفیصلې دمخي دعلمي رتبو دلایحې پر اساس دپي ایچ ډي ډکري دلرلو دکبله دپوهنملي رتبه دوی ته تثبیت اودعالی تحصیلاتود وزارت دلوري منظور کړل سوه. پدې ډول سره دهیواد په تاریخ کي دلمړی ځل دپاره نظامي ډاکټرانو دپوهنتون په ساحه کي دتدر یس جوازتر لاسه اویوتعداد ئې د پی ایچ ډي دډګری په لرلو سره په علمي رتبومفتخر وګرزیدل.

– پروفیسور سروري ددې اساسي دندي ترڅنګ په عین وخت کي د ۴۰۰ بسترسره د همکاري اوکدری قلت درفع په موخه د صدري جراحي یوازني کدر اواستاد په حیث د صدری جراحي دشف افتخاري وظیفه هم په غاړه لرل. 

– په ۱۳۶۴ کال کي دهیواد دطبابت په ساحه کي نوئ پرمختیائي ګام واخیستل سو، پدې ترتیب چي دمسلح قوتونو دنظامي ډاکترانو دروزني اوپیاوړتیاپه موخه د وزیرانوشورا دمصوبې پراساس دلمړي ځل دپاره دکابل دطب پوهنتون په چوکاټ کي دنظامي طب پوهنځۍ پرانستل سوه.

– په همدې ډیروسختواو کاملآ نووشرایطوکي پروفیسور سروري دخپل عالي مسلکي علمي اواورګنیزاتوريوهي اواستعداد دمخي دکابل ددولتي طب انستیتوت په چوکاټ کي دهمدي نوتأ سیسه نظامي طب پوهنځۍ دعلمي اوتدریسي معاون په صفت وټاکل سواو دا دنده ئې د ۱۳۶۴ – ۱۳۷۰ پوري په پوره مهارت سره مخته بیول. دپوهنځۍ د مقررې طرحه اومسوده، دپوهنځۍ دعمومي درسي پلان او درسی تقسیم اوقات ترتیب اوهغه دپوهنتون د عمومي تدریسي پلا ن اوتقسیم اوقات په چوکاټ کي کوردینه اوځایول، ددیپارتمنتونو درسي کوریکولومونو ترتیب اوتهیه، دمحصلانو دپاره ددرسي اسانتیاووپه موخه طباعتي هلي ځلي اوحتی درخصتیوپه ورځو کي شخصآپه خپله دګستدنرماشین ته کښینستل، درسي کتابونه چاپول اوپه عاجله توګه دمحصلانو درسي اړتیاوي پوره کول ددوی دابتکاراتوبیلګه ګڼل کیږي، چي البت دپوهنځۍ درئیس مرحوم پروفیسور محمدموسی وردګ اوديپارتمنتودآمرینوپه همکاري اوملاتړترسره کیدل. همدارنګه دوی ددیپارتمنت دمخکښ استاد په صفت دپنځم صنف دجراحي زیات شمیر لکچرونه ترتیب اوشخصآ مخته بیول. دهمدې خدماتواوابتکاراتودمخي دوی دپروفیسور محمد موسی وردګ، دیپارتمنتو دآمرینو- محترم دوکتور خان آقا سید، مرحوم دوکتورعبد الودودقیومي، محترم دوکتورجان محمد خلازائي اومحترم دوکتورعبدالمتین صافي او یو تعداد فعالو استادانو په شمول دنظامي طب پوهنځۍ اساسي مؤسسین ګڼل کیږي.

– د۱۳۶۵ دثور په میاشت کي دوی دخپلي نوبتي علمی رتبې دپاره د صدری جروحاتو په نامه لیکل سوئ کتاب، دترفیع دنورو معیارونود تکمیل سره علمي شورا ته وړاندي کړ.

– دنیکه مرغه دوی د۱۳۶۶ دعقرب په میاشت کي دجراحي په دیپارتمنت، نظامي طب پوهنځۍ او طبي علوموداکادمي د علمي شوری دلوري دتائید سوي علمي- تحقیقاتي پلان داجرادپاره، چي دسان پیتیربورګ په علمي شوری کي هم منظورسوي وو، دهابیلیتیشین دوه کلن دولتي بورس په لاسته راوړلوسره د۱۳۶۸ د دلوپه میاشت کي د پروفیسوري مکمل پروګرام تکمیل او دمافوق پ. ایچ.ډيدوکتورا( ډاکټر آف میدیکل ساینس) دیپلوم تر لاسه کړ، چه دادنړۍ تر ټولو لوړ علمي دیپلوم او دنیکه مرغه چه په افغانستان کي هم دوه طبي عالمان ( مرحوم پروفیسور صاحب محمد موسی وردګ او پروفیسور محمد شریف سروري) ددغه عالي علمي ډګري ویاړترلاسه اومفتخر سويدي.

– هیواد ته دراستونیدو وروسته پروفیسورصاب ته دپخوانیووظایفوسربیره دطبي  علومواکادمي دعلمي منشي دنده هم وروسپارل سوه، چي دخپلوهمکارانوسره په ډیره دوستانه اوصمیمي فضا کي په خاص عاجزانه اوصداقتمندانه چلند سره دپخواپه شان په خپلومعالجوي، تدریسي اوعلمي وظایفو بوخت اوټول وخت ئې دمریض او روغتون په خدمت کي تیراوه، دشخصي معاینه خانې درلودلومخالف اوحتی دجمعې او اخترونو په ورځوکي هم دوی دخپلووخیمومریضانو ویزیت اومراقبت ترسره کاوه اودا طریقه ئې خپل مسلکي پرنسیب اواساسي دین ګاڼه. ددوی اخلاصمندانه مهربانه کرکتر خصوصأ دمحصلینو اوځوانوډاکټرصاحبانودپاره د تشویق وسیله اودمسلکي سرمشق نمونه وه.      

– پروفیسور صاحب سروري دمسلکي اواجتماعي عادلانه اوبیطرفانه دریزپه لرلو سره دایم دخپلوهم مسلکانو دحقوقو په دفاع کي ولاړوو، ځکه نودوی دخپل صادقانه کرکتر اوچلنددمخي دځینومغرضانه اشخاصواوناوړواهدافوسره دټکراومقاومت په خاطراکثرآ دخپلو حقوقي قربانیواونورو ناخوالوسره مخامخ اودبیعدالتیو ښکاروو.                  

– دوی په ۱۳۶۹کي دپوهنځۍ داموراتودنیمګړتیاوودمکررواصلاحاتي وړاندیزو دنه منلو په وجه دپوهنځۍ دمعاونیت ددندي څخه خپله استعفی وړاندي ګړل. 

– په ۱۹۹۳ م کال کي کله چي پرهیوادباندي دوحشت پرده راپریوتل اودجاهلو زورواکو دلوري دفزیکي زوروني په نتیجه کي دسختوصحي ستونزوسره لاس په ګریوان سو، دمجبورۍ په وجه ئې دمهاجرت لوري ته مخ سواو دخپلي کورنۍ سره ئې المان ته دمؤقت دپاره دمهاجرت دترخه اوزهرناکه ژوند په قیدکي راشکیل کړسو.                

– پروفیسرصاحب په مهاجرت کي هم د خپلو هیوادولو په مقابل کي خپل وظایف هیرنه کړل، دشعراوادب ُپه عرصه کي ئې چي لادپخواڅخه ورسره لیوالتیادرلوده، قدم کښیښود اودروان ظلم اوستم پرضد ئې دهیوادوالودپوهاوۍ اوتحرک په موخه دوطن په درداوغم کي دویښولۍ حماسي شعرونه ولیکل اوهمدارنګه د الماني ژبي دزده کړي وروسته ئې دمهاجرو وطنوالو دضرورت پر اساس ډیر ژردالماني ژبي ګرامر په پښتو ژبه ترتیب او طبع کړ.

– دوی د۱۹۹۹- ۲۰۰۲ پوري د مونشین، فرانکفورت او دلیردښار (هانوورپوهنتون) په روغتونونو کي دعمومي جراحي په سرویسونو کي وظیفه مخته وړل.

– په کال۲۰۰۳کي دهیواددبیارغوني پروسې دپیل سره سم د ملي دفاع دوزارت په بلنه د۴۰۰بستر روغتون دجراحي شف په نامه هیوادته راستون سو،خودراتګ وروسته د حالاتو د بدلون اویو تعداد نازولو دنارضایتیواو لوړصاحبانودتصامیموداوښتني دکبله ئې جبرأ داردود صحیې ریاست په چوکاټ کي دریسیرچ اوتحقیقات دیوې پاسیفي ادارې مسئولیت قبول اوپه غاړه واخیست ( جنوري ۲۰۰۳ – اکتوبر ۲۰۰۴)، چي ډیر ژرئې په خاص ابتکار سره دااداره په یوه فعال مرکز تبدیله کړل. دوی دنوروعلمي اومسلکي فعالیتونوترځنګ  دمختلفوذیعلاقه علمي مؤسساتولکه دافغانستان دعلومواکادمي، دلوړو تحصیلاتو، عامي روغتیااو زراعت وزارتو دڅیړنیزوفعالیتو، نوښتي ابتکاراتواوعلمي پرمختیا دپاره دهیوادپه سطح دواحد علمي- تحقیقاتي مرکزدتآسیس پلان او پروپوزل ترتیب اودصحیی ریاست دعمومي رئیس ډاکترصاحب یفتلي دطریقه ددفاع وزارت مقام ته وړاندي کړ سو، څودوزیر دموافقې په صورت کي دپورتنیواداراتوسره شریک اود قانوني مراحلود تکمیل وروسته دجمهوري ریاست مقام ته دمنظوری په موخه وړاندي کړسي.

 – د ۲۰۰۵ کال په نومبرکي دروغتیا دوزیرښاغلي فاطمي صاحب په غوښتنه دابن سینا دخرابه سوي صدري روغتون داحیا، مسلکي فعالیت اواموراتود تنظیم په غرض داردو څخه د روغتیا وزارت ته درتبې په تعدیل سره تبدیل او ددغه روغتون درئیس اوجراحي دمسئول په صفت وټاکل سو (۲۰۰۵- ۲۰۰۶). ددوی دخاصي توجه، هدفمنده هلوځلو اوماهرانه مانجمنت دبرکته په خورالږموده کي دروغتون ترمیماتي کارونه تکمیل، په روغتون کي یو منظم اداري سیستم جوړاونظم اودیسیپلین سروصورت وموند. دورځني سهارني رپوټ په ترځ کي دکنفرانسواوتشریحاتوپه ارائه سره ئې دمنسوبینودمسلکي ظرفیت په لوړیدا خاصتأدجراحي ډاکټرانو تیوریتیکي پیاوړتیاکي مهم رول ولوباوه، چه حتی دداخله شعباتو ډاکټرصاحبانو هم په خاصه مسلکي لیوالتیا سره پکښي ګډون کاوه. د دیمونسترتیف اونمایشي صدري اواوعیوي عملیتونوپه اجرا سره ئې دجراحي ډاکټران تشویق او دهغی دتریننګ پروسه په مؤثره توګه تنظیم کړه.                              

 – دموډرني کاردیولوژی او صدري جراحی دایجادپلان ئې چه هیواد ورته اشد ضرورت درلود، په ۱۵ صفحه ئیزه انکشافي وړاندیزکي دوزارټ دمعالجي مقاماتومسؤلینوته وسپارئ، خوځرنګه چي بیا وروسته معلومه سول، دبده مرغه ترډیري مودې پوري حتی دوزیرحضورته هم نه وه وړاندي سوې او ترنن ورځی پوري ئې هم عملی جنبه موندلې نه ده.

– متاسفانه په ابن سیناروغتون کي ئې د ۹میاشتني صادقانه وظیفې وروسته دبیعدالتي اوتعصب یوه بله نوبتي څپیړه پرمخ وخوړل، پدې ډول چي دروغتیا دوزیرد عدم توافق او ناخبري په صورت کي دهغه دخارجي سفر دغیابت څخه په استفاده سره بیله مؤجه عامله، قبلي شفاهي او کتبي خبرتیا، د اداري اصلاحاتو درئیس مشاهد نومي شخص او وزارت دمعین داکټرسحردتوطئوي پلان پراساس په ناڅاپي او کودتائي شکل دنیم ساعت په جریان کي تبدیل کړسو، پداسي حال کي چي په دې موده کي ئې حتی دیوې ورځي عادی دولتې یا وعده سوی سوپرسکیل معاش هم ترلاسه نه کړ.

– مای۲۰۰۶- مارچ ۲۰۰۷ داکامیت دنوي افتتاح سوي روغتون سرطبیب اودجراحي شف.

– د۲۰۰۸ – ۲۰۱۱کلونو پوري د جرمني دمونشین او لیر په ښارونوکي دعمومي او واسکولیر جراحي په سرویسونو کي دجراح په صفت وظایف مخته بیول.

– په کال۲۰۱۳کی دابن سینا صدري روغتون دجراحي خدماتودپیاوړتیا اونوښت په موخه دروغتون دریاست دلوري دیاد روغتون دجراحي دمشاورپه پوست کی دعلمی همکار په حیث دروغتیاوزارت مقام ته وړاندي کړسو، خوپه وزارت کي دبودجې د نشتون او معاش دمدرک دنه موندلواو داسی نورو نیمګړتیاووپه بهانودیونیم کال سرګردانیو وروسته وړاندیز بی نتیجې پاته اودهم مسلکانو دیاس سره مخامخ سو.

– د۲۰۱۵ او۲۰۱۶ کلوپه جریان کي دطبي علوموداحیااوتنظیم په موخه داردودصحیه قوماندانۍ دعلمي مشاورپه حیث دنده ترسره کول. په دې ترځ کی دپروفیسورسروری په ابتکارانه مرسته او توجه سره دتیروکلونو په جریان کي وران او ویجاړسوی اکادمیک اساسات، علمی- تدریسی  پلانونه او پروګرامونه بیرته احیا اودنړیوال د نوو نورماتیفو پر بڼسټ عیار کړل سوه، دنظامي طب دمحصلینو روزنیز پلان اود اړونده مستقلي پوهنځۍ دبیا ایجاد دپروژې پلان اوتشکیلاتی جوړښت ترتیب اود ذیصلاح مقامو دمنظوري دپاره چمتوکړل سوه. دډاکترانواواستادانو دکدری امتیازاتولایحه دهغودلیاقت، مسلکي مهارت او تجاربو پراساس دعالی تحصیلاتو او روغتیا وزارت دکدری قوانینو مطابق طرح او دعلمی رتبو اومسلکی درجو د اعطا حقوقی پروسه تکمیل کړل سوه.   ددې سره سم دطبی علومواکادمی دلمړنی علمی کدررونو دغړي په حیث، چه داکادمي په تنظیمی چاروکي عین دافتتاح نه مخکي فعاله ونډه درلودل اودیادې اکادمي اوهیواد د نظامی طب د ودی اومرحلوی انکشاف په هکله د کره معلوماتو په لرلو اودنظامی طبیب په حیث دجهانی نظامي طب دتاریخ سره دپوره پیژندني دمخي دخپلو همکارانودغوښتنو او ضرورتو پراساس دنظامي طبي ارشیف دایجاد په موخه په ۲۰۱۶ کال کي دنظامی طب دتاریخ په نوم کتاب تالیف اوداکادمي اوصحیه قومنداني دوخت لارښود مقاماتو او مسئولینو ته دچاپ دپاره وسپارل سو.   

پروفیسور سروري، چی اکثره وخت په کابل یا کندهار کی اوسي، اوس بیا هم د ابن سینا په صدري روغتون او میروس روغتون کي دخپلی عالي اخلاقي روحیې دمخی دخپلو هم مسلکانوسره افتخاری همکاری مخته وړي او دمغلقو اووخیمو ناروغانوپه تشخیص او تداوی کي خپلو مرستو ته په خاصه لیوالتیا سره ادامه ورکوي او هروخت  دهغو مسلکی او مشورتی غوښتنو ته حاضراو بعضا هم دډاکټرصاحبانودمسلکی ودي په موخه  ښودنیز اونمایشي عملیاتونه ترسره کوي.   

په درناوي

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top